د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د اسياد زړه کانفرس نه پښتانه قام پرست سياست مدار او څيړونکي خوشبينه دي چې دغه غونډه به ښې نتيجې ولري خو که په کانفرس کې د شوو خبرو زمه واري پاکستان او نړيوال قوتونه سر ته ورسوي .
د افغانستان په اړه د اسياد زړه کانفرنس چې په اسلام اباد کې شوی او د افغانستان صدر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ورته ويناوې هم کړي دي .
د پښتون ملت پاله ګوند عوامي نيشنل پارټي وياند زاهدخان وايي اوله خبره دا ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان پښتون قام پرستو سياسي مشرانو کابل ته سفر کړی او هغويې افغان صدر اشرف غني دې ته تيار کړی ؤ چې د پاکستان سره د خبرو اترو عمل پېل کړي . او هغې په نتيجه کې بيا اشرف غني په پېرس کې نوازشريف سره وليدل او اوس د اسياد زړه کانفرنس ته ګډون له راغی .
نوموړي ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل د اسيا د زړه کانفرنس نتيجو ته مونږ په ښه نظر ګورو ځکه چې په دې کې د امريکا او هند په ګډون د افغانستان مهمو ګاونډي هېوادونو استازو ګډون کړی دی ، او دا ښه پرمختګ دی خو اصل فېصله به پاکستان او افغانستان کوي چې د دواړو په مينځ کې جوړه بداعتمادي ختمه شي او په دې کار کې به مهمه زمه واري پاکستان ترسره کوي .
دغه رنګ پښتون نوميالی صحافي عقيل يوسفزی وايي د افغانستان او پاکستان په مينځ کې د راولاړو شوؤ غلط فهميانو کمېدو په لړ کې د اسياد زړه کانفرنس ډېر د اهميت وړ دی، ځکه چې په دغه غونډه کې د هغو هېوادونو هېـئتونو ګډون اوکړو څوک چې د افغانستان د شخړې سره نېغ په نېغه واسطه لري او يا د افغانستان سره په پوله پراته دي .
عقيل يوسفزی د اسياد زړه کانفرنس په ترڅ کې د افغانستان او پاکستان ترمينځ د بداعتمادۍ ختمېدو په اړه وايي ، نن که وکتل شي د افغانستان صدر اشرف غني ته په اسلام اباد رارسېدو د پاکستان لخوا دروند او تود هرکلی شوی ، او دا په داسې مهال چې په تېرو څو مياشتو کې د دواړو هېوادونو اړېکې ختمې شوې او په مينځ کې سفارتي تعلقات يې د نشت برابر شوي وو .
نوموړی وايي د اشرف غني پاکستان ته راتګ او د دغه کانفرنس د لارې چې پکې نړيوالو استازو ګډون وکړو او تجويزونه يې وړاندې کړل نو ددې نه دا طمع کېدی شي چې د دواړو ملکونو ولاړ سفر به روان شي که څه هم لږ مخکې وروستو شي ، خو که چرته نړيوال او د پاکستان اسټبلشمنټ د دغه عمل ملاتړ اوکړي نو په افغانستان او د سيمې په حالاتو به ګټورې نتيجې ولري .
او زاهدخان وايي په موجوده حالاتو کې چې د دواړو ملکونو افغانستان او پاکستان ترمينځ اندېښنې او بداعتمادي په ځايې ده او د يو کانفرنس يا ليدنې په نتيجه کې کېدی شي هغه بداعتمادي د مينځه لاړه نه شي ،خو دواړه هېوادونو له به په نيک نيتي فېصلې کول وي که ضمانتي يې په مينځ کې هر څوک کېښني او خبرې پټې نه کړی شي هر څه مخې ته راوړی شي ګنې دا حالات به نور تباهۍ پله لاړ شي .
او نوموړی زياتوي نن چې په منځني ختيز کې د القاعده نه پس داعش ډله راپېدا شوه او يو ملک ترې په ارام نه دی او دا وخت د ګردې نړۍ توجه ځکه په افغانستان ده چې دا حالات د افغانستان د جنګ نه خراب شوي او نن په هغه اوور کې ټوله دنيا سوځي دا مسله به هغه وخت حل کيږي چې د دنيا ټول قوتونه يو ځايې شي او دغه حالاتو مخه اونيسي .
بل لور ته عقيل يوسفزی وايي د اسياد زړه کانفرنس په مهال د پاکستان سياستدانانو، اسټبلشمنټ او ميډيا د دغې غونډې نه د پاکستان او هند د خپل منځي اړيکو غونډه جوړه کړې ده او په ميډيا دا تاثر ورکول کيږي چې د افغان صدر او پلاوي اسلام اباد ته د راتګ نه زيات اهميت د هند خارجه وزير سشمه سوراج راتلل دي ، خو نوموړی وايي که د دغې په ځايې اصل مسلې( د افغانستان حالات او په سيمه کې د پاکستان کردار) ته راوګرځول شي نو دغه کانفرنس به ډېر ګټور ثابت شي .
اسلام اباد د غونډې په اړه د ای این پې ترجمان زاهد خان او څیړونکې عقیل یوسفزۍ خبرې دلته اوریدی شۍ:
Your browser doesn’t support HTML5
د اسيازړه کانفرنس باندې د ای اېن پي وياند ذاهدخان او څيړونکي عقيل يوسفزي خبرې