د سعودي عرب په تاريخ په لمړي ځل ښځو د مقامي حکومتونو يا ښاروالۍ دپاره په کېدونکو انتخاباتو کې برخه اخيستې ، او د مکې نه د ميونسپل کونسل يوه غړې منتخب شوې ده .
امريکا په سعودي عرب کې شوؤ انتخاباتو کې د ښځو برخه اخيستل تاريخ ګام بللی، او سټېټ ډيپارټمنټ وئيلي په سعودي عرب کې د ښځو نمائندګي يو مهم پرمختګ دی ، او د خالي په ورځ انتخاباتو کې نزدې ۱۰۰۰برخه اخيستونکو ښځو ته يې مبارکي وئيلې ده .
د خالي په ورځ ترسره شوؤ مقامي کونسلو په انتخاباتو کې ښځو ته په لمړي ځل د رايې کارولو او په انتخاباتو کې د کانديد په توګه برخه اخيستو اجازت ورکړی شوی ؤ .
د سعودي عرب سرکاري خبري ادارې سعودي پريس ايجنسۍ د ټاکنو د کمېشن مشر اوسامه البدر په حواله وئيلي چې سلمی بنت حزاب العتيبي په مکه مکرمه کې د مدراکه د کونسل غړې منتخب شوې ده . وئيل کيږي د العتيبي په مقابله کې اووه سړي او دوه زنانې ولاړې وې .
راپورونه وايي په دغو ټاکنو کې ۱۷ ښځو خپلې چوکۍ گټلې دي .
په سعودي عرب کې چې د باچاهۍ نظام په ځايې دی په دغه ټولنه کې ښځې د ګاډي نه چلولو ترڅنګ د نورو بندېزونو سره مخ دي .
د سعودي د مقامي حکومتونو په انتخاباتو کې ۶۴۴۰ کانديدانو برخه اخيستې چې پکې د ۹۰۰ نه زياتې کاندېدانې ښځې وې .
د انتخابي مهم په مهال ښځو کانديدانو د سړو ووټرانو سره نېغ په نېغه رابطه نه شوه کولی .
راپورونه وايي ښځو ووټرانو وئيلي چې د ووټونو ورکولو په مهال هغويې ته د ګاډو د نشتوالي ترڅنګ انتظامې ستونزې رامخې ته وې ، په سعودي عرب کې نزدې يو لاک دېرش زره ښځو ووټ رجسټرډ دی کوم شمېره چې د ټولو رجسټرډ ووټونه لس فيصده جوړيږي .
د سعودي پخواني باچا عبدالله څوک چې په کال ۲۰۱۱م کې مړ ؤ هغه ښځو ته د ووټ ورکولو حق ورکړی ؤ .