دداعش اؤ القاعده څخه خطره پيښه ده،دصدراوباما سټيټ اف دي يونين وينا

صدر اوباما وويل چې القاعده اؤ داعش مونږ لپاره نيغ په نيغه خطره ده ځکه چې دهغه په قول نن دنړۍ ډير لږ ترهه ګر، څوک چې انساني قدرونو ته بيخي درناوى نۀ لري، هغوي زياته تباهي کولى شي.

دامريکا صدر براک اوباما خپلې اوومې اؤ اخرۍ سټيټ اف دي يونين وينا کې دراتلونکي په چارو اؤ هيواد کې دسياسي ويش دکمولو په معاملو تفصيلي خبرې اترې کړي دي.

صدر اوباما وويل چې القاعده اؤ داعش مونږ لپاره نيغ په نيغه خطره ده ځکه چې دهغه په قول نن دنړۍ ډير لږ ترهه گر، څوک چې انساني قدرونو ته بيخي درناوى نۀ لري، هغوي زياته تباهي کولى شي.

صدر اوباما وويل چې ددغو ترهه گرو جرړې به ويستل کيږي اؤ ړنگولى به شي.

صدر اوباما وويل چې دامريکائي وگړو تحفظ اؤ دترهه گرۍ دنيټ ورک خلاف کارروائي دهغه په لمړو ترجيحاتو کې شامل دي.

هغه وويل امريکا نړۍ کې ترټولو طاقتور قام دى.

صدر اوباما پخپله وينا کې په معاشي صورتحال، دروزگار په موقعو، دترهه گرۍ په ستونزو اؤ دټوپک له امله دخوريدونکي تشدد په اړه په چارو خبرې وکړې.

ديوې گينټې څخه زياته خپله وينا کې صدر اوباما دنوؤ تگلارو داعلان پځايې پخپل دور کې په اخستل شوؤ گامونو خبرې وکړې.

هغه دگوانتاموبى دبندي خانې لړ کې وويل ددې دتړلو لپاره به کار کوي، صدر وويل دغه زندان غيرضروري دى اؤ ددغه زندان نوم دښمن دنورو خلکو بهرتي کولو لپاره کاروي.

صدر اوباما دصحت په اړه دخپل ټيم دکارکردگۍ اؤ کيوبا سره داړيکو يادونه هم وکړه.