دشام صدر بشارالاسد وئيلي دي چې دکوم اور بند مطلب دا نۀ دى چې هر فريق ته به دوسلو استعمال اودرول وي اؤ څوک هم ددې جوګه نۀ دي چې يوه اوونۍ کې په ټولو شرطونو پوره وخيژي.
تيره اوونۍ ١٧ ملکي سيريئن سپورټ ډلې شام کې په اوربند اتفاق کړى ؤ اؤ وئيلي يې وؤ چې په دې عمل درامد يوه اوونۍ کې پيل کيدى شي.
خو دګل په ورځ په ټي وي خپل يو بيان کې صدر اسد دې لړ کې دشکونو څرګندونه وکړه اؤ وې وئيل اوربند اؤ کارروايۍ بندول، که په دې عمل درامد کيږي نو ددې مطلب دا نۀ دى چې هر فريق به دوسلو استعمال بند کړي بلکې دهغه په قول داوربند مطلب دا دى چې لمړۍ مرحله کې ترهه ګر دپياوړي کيدو څخه منعې کول، دوسلو، سازوسامان اؤ جنګيالو دتګ راتګ مخه نيول دي.
صدر اسد وويل داوربند درامينځته کيدو څخه دمخه زياتې پوښتنې موجودې دي چې پکې دترهه ګرو تعين کول هم شامل دي چې دهغه په قول هر هاغه تن چې درياست په ضد وسله راپورته کوي، ترهه ګر دى.
هغه وويل ترهه ګرو سره به څوک خبرې کوي، که يو ترهه ګريزه ډله اوربند ردوي نوڅوک به يې ذمه واره ګرځوي؟
٢٠١١م کې دصدر اسد په ضد هيواد کې تحريک شروع شوى ؤ دکوم په نتيجه کې چې وروستو دغه هيواد دخانه جنګۍ ښکار شو.
اسد حکومت ياغيانو لپاره دترهه ګرو اصطلاح کاروي اؤ سرکاري ځواکونه يې په ضد کارروايۍ کوي.
دبين المللي ډلې لخوا دوړانديز کړل شوي اوربند مقصد شام کې امنيتي صورتحال ښه کول اؤ دبشري خواخوږۍ په اساس امداد اغيزمنو سيمو پورې رسول اؤ هيواد کې دجوړجاړي عمل ته وده ورکول دي خو شامي صدر وئيلي دي چې دجوړجاړي هر عمل دموجوده ائين لاندې پکار دى.