مومند ايجنسۍ کې کرفيو لګول شوې

راپورونه وايي نن په لګول شوې کرفيو کې هم ځواکونه د لټون عمليات کوي .

نن د ګل په ورځ د پاکستان قبايلي سيمې مومند ايجنسۍ کې کرفيو لګول شوې او پوليټکل چارواکو وئيلي کرفيو به د ايجنسۍ په ټولو علاقو کې نافذ وي .

د چارواکو په وينا د کرفيو په مهال به په سيمه کې تعليمي ادارې، بازارونه او هر قسمه تګ راتګ په مکمله توګه بند وي ، او د سحر اووه بجو نه ترماښام اووه بجو پورې به کرفيو په ځايې وي .

ځايي خلک وايي نن سحر وختي په جماتونو کې د عام اولس خبرولو لپاره اعلانونه شوي دي ، او د هغې نه پس څوک د کورونو نه بهر شوي نه دي د يکه غُنډ، غلنۍ، ګندهاب او نور بازارونه بند پراته دي .

چارواکو ميډيا ته د کرفيو لګولو کوم علت نه دی په ګوته کړی خو څو ورځې وړاندې په د مومندايجنسۍ په يکه غُنډ تحصيل کې په خاصه دار ځواک بريدونه شوي او نهه خاصه دار پکې وژل شوي وو .

او د هغې وروستو پرله پسې په سيمه کې امنيتي ځواکونو په سيمه کې د لټون عمليات پېل کړي دي ، راپورونه وايي نن په لګول شوې کرفيو کې هم ځواکونه د لټون عمليات کوي .