افغانستان د ترهګرۍ په ضد د چين لخوا د وړانديز هرکلی کړی

د افغان صدر اشرف غني مرستيال وياند سيدظفرهاشمي وئيلي چې د چين د پوځ مشر په دغه وړانديز کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده .

د چين د پوځ مشر جنرال فانګ فېنګ د کابل په سفر کې افغان مشرانو سره په خبرو کې د ترهګرۍ په ضد د څلورو ملکونو د اتحاد په اړه خبرې اترې کوي .

د چين لخوا د ترهګرۍ په ضد جوړ وړانديز کې پاکستان، افغانستان او تاجکستان شامل دي ، او د دغو درې واړو ملکونو د چين سره لويديځه پوله لګيدلې چرته چې د بيجنګ په ضد احساسات لرونکو ايغور مسلمانانو ډله موجوده ده .

د چين په سينکيانګ صوبه کې مېشت د ترک نسل سره تعلق لرونکي ايغور د کال ۱۹۸۰م د لسيزې نه په غټه کچه د سياسي او مذهبي خپلواکۍ دپاره هڅې کوي .

پاکستان، افغانستان او تاجکستان د څو لسيزو راهسې د مذهبي انتهاپسندۍ په ضد مبارزه کوي .

په چين کې د ايغور ابادۍ سره تعلق لرونکې ځيني تُندلارې ډلې د پاکستان او افغانستان په پوله ځالې لري او د دغلته نه په چين کې کارروايانې کوي .

وايس اف امريکا سره په خبرو کې د افغان صدر اشرف غني مرستيال وياند سيدظفرهاشمي وئيلي چې د چين د پوځ مشر په دغه وړانديز کې افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې ده .

وياند وئيلي "صدر اشرف غني د وړانديز هر کلی کړی دی" .

ظفرهاشمي وئيلي صدر غني د چين پوځي مشر جنرال فېنګ ته وئيلي چې په "ښه او بدو ترهګرو" کې څه توپير نه دی پکار .

افغانستان د اوږدې مودې راهڅې په پاکستان تور لګوي چې يواځې هغه ترهګر په هدف کوي کوم چې په پاکستان کې دننه ترهګري کوي او په هغو عناصرو سترګې پټوي چې د پاکستان نه بهر په افغانستان کې دننه جنګيږي .

پاکستان د دغو تورونو رد کوي او وايي چې په پاکستان کې دننه کېدونکې ترهګرۍ کې په افغانستان کې پټ ترهګر ککړ دي .

د وايس اف امريکا لخوا د يو تپوس په ځواب کې د امريکا د محکمه خارجه يو وياند وئيلي چې امريکا په افغانستان کې د اوږدمهاله ثبات دپاره د چين يا نورو ملکونو لخوا د هر ګام هرکلی کوي .

ظفرهاشمي وئيلي " چې دا وخت زه په وړانديز باندې کومه څېړنه نه شم کولی او څومره چې زه پوهه شوی يم ، زه دا وئيلی شم چې صدر اشرف غني په دغې اړه مثبتې خبرې کړي چې زه يو ځل بيا د نړيوالې ورورولۍ لخوا په راتلونکې کې ديو باثباته افغانستان دپاره د هڅو هرکلی کوم".

د چين لخوا د وړاندې کړی شوې ترهګرۍ د مخنيوي دپاره د منصوبې نور تفصيلات مخې ته نه دي راغلي .