پوځ دې څه وخت هم دجوهري وسلو چلولو دپاره تيار اوسي، کِم

د سرکاري ميډيا ترمخه کِم د شمالي کوريا په دښمنانو باندې د لمړۍ حملې کولو ګواښ کړی او وئيلي دي چې جزيره نُما کوريا کې حالت ډېر نازک دي

د شمالي کوريا مشر کِم جونګ اُن خپل پوځ ته څه وخت هم د جوهري وسلو کارولو دپاره د تيار اوسېدو امر کړی دی .

نن د جمعې په ورځ د سرکاري ميډيا ترمخه کِم د شمالي کوريا په دښمنانو باندې د لمړۍ حملې کولو ګواښ کړی او وئيلي دي چې جزيره نُما کوريا کې حالت ډېر نازک دي .

د شمالي کوريا لخوا دغه ډېر سخت بيان په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې کله د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د تازه جوهري او ميزائيل تجربو په ترڅ کې په پيانګ يانګ نوي او سخت بندېزونه لګولي دي .

د بندېزونو لګولو د قرارداد منظوريدو نه څو ساعته پس شمالي کوريا د لنډې فاصلې پورې ويشتونکي څو راکټې داغلي دي، کوم چې په ظاهره د بنديزونو غبرګون ښکاري .

شمالي کوريا له دې وړاندې هم په کړکيچنو حالاتو کې د جوهري حملو ګواښونه کړي دي . ولي پوهانو پرې دا سوالونه راپورته کړي دي چې ايا شمالي کوريا سره د جوهري وسلې لرې ويشتونکو ميزائيلو صلاحت شته هم او که نا .

د زيارت په ورځ جنوبي کوريا وئيلي ؤ چې پيانګ يانګ د لنډې فاصلې پورې ويشتونکي شپږ ميزائيلې په ختيځ ساحل توغولې وې .

د سيؤل ترمخه دا ميزائيلي نزدې د ۱۵۰ کلوميټره فاصلې پورې پرواز نه پس په سمندر کې غورځېدلي دي .

د سلامتي کونسل نه علاوه امريکا هم په شمالي کوريا باندې د جوهري او ميزائيل پروګرام په وجه نوي بنديزونه لګولي دي .