د افغانستان د ننګرهار ولايت د شېرزاد اولسوالۍ سره تعلق لرونکي نقيب الله د پاکستان په غټ اقتصادي ښار کراچۍ کې په شخصي اِسرا نومې پوهنتون کې د ډاکټرۍ (اېم بي بي اېس) په کورس کې د سرو زرو پينځه او د سپينو زرو يو مډال ګټلی دی .
نقيب الله تر دولسم ټولګي زده کړې په جلال اباد کې کړي او بيا ورته په سکالرشپ د پاکستان کراچۍ ښار کې اِسرا پوهنتون کې د ډاکټرۍ د کورس داخله مېلاؤ شوې وه .
ډيوه ريډيو سره ځانګړې مرکه کې نوموړي وويل دغه پوهنتون ته ۳۷ افغانان زده کړې کوؤنکي د ډاکټرۍ د کورس دپاره په سکالرشپ راغلي ؤ ، او زياتوي په دغه پينځه کلن کورس چې د کال ۲۰۱۰،۱۱م پېل شوی او په ۲۰۱۵،۱۶م کې سرته ورسېدو ، هغه وايي د دې ټولې مډالې افغان زده کړې کوؤنکو ګټلي دي .
نوموړی په پاکستان کې د زده کړو نه خوشحاله دی خو په کراچۍ کې د افغانستان قونصلګرۍ د چارواکو نه ګيله کوي، چې د مډالونو اخستو په ورځ د دوې د ډاګېرنې دپاره قونصل جنرل يا بل کوم چارواکی پوهنتون نه ؤ راغلی .
نقيب وايي مونږ ۳۷ واړه زده کړې کوؤنکي چې په سکالرشپ مو د اېم بي بي اېس ډګريانې واخستې . خو اوس د هاؤس جاب ( په روغتون کې يو کلنه دوره) دپاره ډېرو هلکانو سره پېسي نشته، او هاؤس جاب په سکالرشپ کې نه دی شامل او د پاکستان حکومت لخوا دغو هلکانو ته په هاؤس جاب کې تنخواه هم نه ورکول کيږي .
نوموړی وايي ما په خپله د اسلام اباد په پمز روغتون کې هاؤس جاب شورو کړی او زياتوي ډېر هلکان تراوسه د هاؤس جاب په لټه کې دي چې د پاکستان په کوم روغتون کې ځان داخل کړي ، د هغې دپاره په اوسېدو او خرڅ خوراک پېسې لګي د کومو توان چې د ډېرو هلکانو کورنۍ نه لري ، هغه وايي بايد د افغانستان حکومت د دغو هلکانو مالي مرستې وکړي چې د دويې پينځه کاله بې ځايه لاړ نه شي .
نقيب وايي ما په سرکاري سکول کې سبق وئيلی او تردې ځايه راورسېدم . هغه د خپل هېواد نه په سختو لارو بهر ملکونو ته مزدرو پسې تلونکو باندې غږ کوي چې په وطن تعليمونه وکړي او خپل ملک اباد کړي .
د ډيوه خبريال فضل عزيز د نقيب الله سره مرکه کړې دلته يې اورېدی شئ،
Your browser doesn’t support HTML5
د نقيب الله سره مرکه