په کراچۍ کې د داعش روزل شوی مهم کمانډر وژل شوی دی

د پوليس افسر په وينا د پوليس په ځوابي ډزو کې يو ترهګر په ژوبل حالت کې ونيول شو او د هغه د ولقې نه کلاشنکوف، درې ګرنېټونه او بارودي مواد ترلاسه کړی شو .

د پاکستان غټ اقتصادي ښار کراچۍ پوليس ادعا کړې چې د پوليس په يوه مقابله کې د تُندروه ډلې داعش يو روزل شوی مهم کمانډر کامران اسلم عرف کامران ګجر وژل شوی دی .

د کراچۍ پوليس مشر اډيشنل ائي جي مشتاق مهر نن د زيارت په ورځ يوې خبري غونډې ته په وينا کې وويل پوليسو د استخباراتي معلوماتو په اساس د ښار په اتحاد ټاؤن سيمه کې عمليات پېل کړه او په دغه مهال ترهګرو په پوليس لاسي بمونه وويشته او ډزې يې پرې وکړې چې پکې دوه پوليس ژوبل شو .

د پوليس افسر په وينا د پوليس په ځوابي ډزو کې يو ترهګر په ژوبل حالت کې ونيول شو او د هغه د ولقې نه کلاشنکوف، درې ګرنېټونه او بارودي مواد ترلاسه کړی شو .

هغه وويل د ژوبل ترهګر د جېب نه په ترلاسه شوي شناختي کارډ د هغه نوم کامران اسلم ليکل شوی او د سندهـ صوبې حکومت د هغه د سر قيمت ۲۵لاکه روپۍ اېښودی ؤ .

د پوليس افسر په وينا ترهګر چې په ژوبل حالت کې روغتون ته راوړل کېدو په دغه مهال هغه خپل نوم کامران اسلم عرف کامران ګجر ښکاره کړو .

د کراچۍ پوليس مشر وويل هغه (کامران اسلم عرف کامران ګجر) د ترهګرې ډلې داعش د پاکستان مکمل روزل شوی کمانډر دی او له دې وړاندې د القاعده د برصغير څانګې سره پاتې شوی او د ترهګرۍ په پېښو کې ککړ پاتې شوی دی .

د پوليس افسر ترمخه کامران ګجر وروستو د علاج په دوران کې ژوند د لاسه ورکړی دی .

د وژل شوي ترهګر په اړه د پوليس لخوا مطبوعاتو په ورکړل شوې خبرپاڼه کې وئيل شوي چې هغه په کال ۲۰۱۳م کې په کراچۍ او حېدراباد کې په پوليس او رېنجرو وژونکې حملې کړي دي .

د پوليس شمېرې ترمخه په دغو حملو کې دوه د ډي اېس پي عهدې پوليس افسرانو په ګډون ۳۸ پوليس او د رېنجرو يو عسکر وژل شوي دي .

د دې ترڅنګ وژل شوی ترهګر د مذهبي او سياسي خلکو د وژنو په اووه پېښو کې ککړ پاتې شوی دی .

د پوليس ترمخه کامران ګجر په کال ۲۰۱۲-۱۳م کې په کراچۍ کې په پوليس، رېنجرو او سياسي خلکو باندې هم په ۱۵ پېښو کې لاس درلود . او د دې نه علاوه د بېنکونو په لوټلو او خبري ادارو په دفترو باندې بريدونو کې ککړ پاتې شوی دی .

که څه هم پاکستاني چارواکي په ملک کې د تُندروه ډلې داعش د موجودګۍ خبرونه رودي ، خو په کراچۍ کې د داعش د کمانډر د وژنې نه وړاندې هم پوليس منلې ده چې په دغه ښار کې د ښځو يو منظم نېټ ورک د داعش دپاره کار کوي .