قبائيلي سيمو څخه دبهر ترهه ګرو دنيټ ورک په ماتولو ټينګار

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر دشمالي وزيرستان ددورې په موقع ټوله ورځ افسرانو اؤ ځوانانو سره تيره کړې ده

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دشمالي وزيرستان شوال سيمه کې دترهه ګرو په ضد دروانو پوځي عملياتو پهکاميابۍ سره پاې ته درسولو اعلان کړى دى.

سيمې پورې ازاده ميډيا رسد نۀ لري چې دې امله قبائيلي سيمو کې روانه جګړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

دضرب عضب عملياتو دپيل کولو څخه وروستو پاکستان کې امنيتي وضعه کې يو څه ښه والى راغلى ؤ خو دسږکال دپيل څخه راپديخوا ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې بمي چاؤدنو اؤ ځانمرګي بريدونو کې يوځل بيا اضافه راغلې ده.

دنهې په ورځ هم دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې دايکسائز اؤ ټيکسيشن دفتر کې ديو ځانمرګي بريد له امله يو تن وژل شوى اؤ ١٨ نور ژوبل شوي دي.

تيره مياشت دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې يو خونړي ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ٧٠ کسان وژل شوي وؤ.

دهغې څخه دمخه دپاکستان اپوزيشن ګوندونو دخيبرپښتونخوا صوبې په سرښار پيښور کې دسرکاري ملازمانو بس کې بمي چاؤدنه، دچارسدې په باچاخان يونيورسټۍ دطالبانو دحملې اؤ شبقدر کې دعدالتي ودانۍ ترڅنګ چاؤدنې دپاکستان دمرکزي حکومت لخوا هيواد کې دامن وامان په اړه په دعوؤ پوښتنې راولاړې کړې وې اؤ سختې نيوکې يې پرې کړې وې.

دپاکستاني پوځ دمطبوعاتي څانګې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر دشمالي وزيرستان ددورې په موقع ټوله ورځ افسرانو اؤ ځوانانو سره تيره کړې ده اؤ ورته دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه دحال احوال تيرول کيدو په مهال وئيل شوي دي چې د٨٠٠ؤ مربع کلو ميټرو څخه زياته سيمه( دترهه ګرو) څخه پاکه کړل شوې ده.

دپوځ سرلښکر ته وئيل شوي دي عملياتو کې ترهه ګرو ته په لويه پيمانه مرګ ژوبله اوړيدلې ده اؤ عمليات به دترهه ګرو تر خاتمې دوامداره وي.

په دغه موقع جنرل راحيل شريف وويل دقبائيلي سيمو څخه دبهر ترهه ګرو اؤ دهغوي دمرسته کوونکو نيټ ورک به ماتول وي.

هغه وويل چې په لويه پيمانه دکارروائيو له لارې دې ترهه ګر له مينځه يوړل شي.

دپوځ سرلښکر امر وکړو چې دپوځي عملياتو له امله بې کوره شوي کډوال دې زر تر زره خپلو سيمو ته ستانۀ کړل شي.

دپاکستان دحکومت اؤ تندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان ترمينځ دامن مذاکراتو دناکامۍ اؤ دکراچۍ په هوائي اډه دطالبانو لخوا دهاغه حملې دذمه وارۍ قبلولو وروستو چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ دپاکستان پوځ دکال ٢٠١٤م په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دضرب عضب په نوم عمليات پيل کړي وؤ.

دپاکستاني پوځ تر مخه په دغو عملياتو کې تر دې مهاله په مجموعي توګه د3500ؤ څخه زيات ترهه ګر وژل شوي، دهغوي په سلګونو ځالې تباه کړل شوي اؤ دمنظمو حملو توان ته يې زيان رسيدلى.

دضرب عضب عملياتو په مهال په لسګونو پاکستاني پوځيان هم جنګيالو سره نښتو کې وژل شوي اؤ ددې ترڅنګ په لکونو قبائيلو دپوځ اؤ طالبانو ترمينځ دجګړې له امله خوندي سيمو ته کډې کړي.