د مور په نړيواله ورځ بايد د ټولو ښځو درناوی وشي، زهره يوسف

د موو ورځ نمانځل د ستاينې وړ خبره ده خو بايد په دې ورځ د ښځو د حقونو اګاهي وشي ،

په ګرده نړۍ کې د مئي مياشتې دوېم اتوار د ميندو د نړېوالې ورځې په نوم نمانځل کيږي. په دې ورځ باندې خلک خپلو ميندو ته د مينۍ ډالۍ ورکوي او په دې لړ کې ځانګړې دستورې هم راجوړيږي .

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن مشره زهره يوسف وايي د مور په نړيواله ورځ بايد د ټولو ښځو درناوی وشي ونازول شي .

د نورې نړۍ په رنګ پاکستان کې هم د مور د نړيوالې د ورځې په مناسبت ځاې په ځايې د بشري حقونو دپار کوؤنکي او د مدني ټولنې غړي دغه ډول غونډې راجوړي، او د دې ترڅنګ اوس زياتره خلک د ټولنيزو اړيکو په ويب پاڼو خپلو ميندو ته د عقيدت پېرزونې وړاندې کوي .

په پاکستان کې د انساني او ښځو د حقونو دپاره کارکوؤنکي تنظيمونه په ټولنه کې اوس هم په خلاص مټ په ښځو تشدد کيږي .

پاکستان کې د بشري حقونو د کمېشن مشرې زهره يوسف وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د مور د ورځې نمانځلو په اړه وويل ، دا د ستاينې وړ خبره ده چې پاکستان کې د ميندو د ورځې نمانځل عام کيږي خو نوموړې په پاکستان په ښځو کېدونکي تشدد باندې اندېښنه څرګندوي .

هغې وويل "په پاکستان ښځې د غېرت په نوم وژل کيږي ، په کورونو کې پرې تشدد کيږي او د برابرۍ حق ورته نه وئيل کيږي" .

په کراچۍ کې د خېرښېګړې خېراتي ادارې ايدهي فاؤنډېشن د هغو ښځو د ساتنې دپاره ځانګړي کورونه جوړ کړي چرته چې د کورني تشدد ښکار، د کورنۍ ناچاقۍ سره مخ او په زور ويستل شوې او ذهني ناروغانې ښځې ساتل کيږي .

د ايدهي فاؤنډېشن مرستيال مشر فېصل ايدهي ډيوه ريډيو سره خبرو کې وويل يواځې په کراچۍ کې په دوه کورونو کې د ۲۰۰۰ پورې ښځې ساتل کيږي ، او په دوې کې نزدې ۲۵فيصده داسې دي چې هغه د بچو ميندې دي او د کورونو نه ويستل شوي او په ايدهي مرکزونو کې پاتې کيږي .

زهره يوسف وايي د موو ورځ نمانځل د ستاينې وړ خبره ده خو بايد په دې ورځ د ښځو د حقونو اګاهي وشي ، خلکو په دې خبره پوهه شي چې مور ښځه او څنګه چې خلک د مور سره مينه کوي، مور ته درناوی لري بايد په دې ور ځ دغه ډول سلوک د ټولو ښځو سره وشي .