عراقي وزيراعظم د فلوجه بيرته نيولو دپاره عمليات اعلان کړي

د بدر په نوم د شيعه ملېشې يو تنظيم ويلي د فلوجه عمليات به ډېر زر پېل کړی شي .

د عراق وزيراعظم حېدرالعبادي نن د ګل په ورځ د فلوجه ښار بيرته نيولو دپاره د عملياتو پېل کولو اعلان کړی دی . فلوجه ښار دوه کاله وړاندې داعش وسله واله ډلې نيولی ؤ .

عبادي په سوشل ميډيا ورکړي پېغام کې ويلي " مونږ د فلوجه ازادولو دپاره عمليات پېل کوؤ" .

فلوجه د عراق پلازمينې بغداد نه ۵۰ کلوميټره لرې په لويديځ کې پروت دی . د دغه اعلان نه داسې معلوميږي چې عراقي ځواکونه د موصل په ځاې وړومبی فلوجه پله پرمختګ کوي . د عراق دوېم غټ ښار فلوجه هم د داعش په ولقه کې دی .

د عراقي ځواکونو د روزنې او مرستې دپاره په عراق کې موجود امريکايي پوځ دې ته اوليت ورکوي چې وړومبی دې موصل پله پرمختګ وکړی شي . خو د عراق طاقتوره ملېشې د فلوجه د عملياتو دپاره په ځاې کړی شوې ده .

د بدر په نوم د شيعه ملېشې يو تنظيم ويلي د فلوجه عمليات به ډېر زر پېل کړی شي .

د عراق د ګډو عملياتو مشرتابه په فلوجه کې په زرګونو خلکو ته د ښار پرېښودو خبرداری ورکړی دی .

د عراق د ګډو عملياتو مشر يحيی رسول په عراقي ټيلي ويژن ويلي ، " زه د فلوجه ښاريانو ته ويل غواړم چې څوک په ښا رکې دننه دي خپلې علاقې پرېږدي او خوندي سيمو پله منتقل شي په راتلونکو څو ورځو کې به د فلوجه د ازادۍ دپاره عمليات پېل کړی شي " .

د سيمې نه په درځنونو کورنۍ وتې دي ولې عراقي چارواکو ويلي د داعش وسله وال دغه خلک د علاقې پرېښود ته نه منع کوي .

هيومن رائټس واچ تېره مياشت وئيلي ؤ په فلوجه کې اوسېدونکي د خوراکي څيزونو د کمي سره او د زاياتو نرخونو د ستونزې سره مخامخ دي