ملامنصور د وژنې نه څوساعته وړاندې په ايران کې وو

منصور چې افغان وګړی ؤ هغه په پاکستاني پاسپورټ د ځايي وخت ترمخه سحر نزدې لس بجې د تافتان په سرحدي پوله پاکستان ته داخل شوی ؤ .

د طالبانو مشر ملااختر منصور چې د خالي په ورځ امريکايي ډرون بريد کې وژل شوی دی د وژنې نه پينځه ساعته وړاندې د ايران نه پاکستان ته اوړېدلی ؤ .

د وايس اف امريکا خبريال د هغه پاسپورټ کتلی چې پرې ملک د ننوتلو او وتلو ټاپې (سټېمپ) لګېدلي دي .

منصور چې افغان وګړی ؤ هغه په پاکستاني پاسپورټ د ځايي وخت ترمخه سحر نزدې لس بجې د تافتان په سرحدي پوله پاکستان ته داخل شوی ؤ . پاسپورټ باندې نوم ولي محمد او فوټو د هغه دی .

د دې ترڅنګ د پاسپورټ عکس د هغه ملک ته داخلېدل څرګندوي د هغه فوټو د چمن په رېلوی کالونۍ کې د کلي خلکو ته د پېژندګلو دپاره ښودل شوی دی . د منصور سره په موجودو پاکستاني اسنادو کې د چمن رېلوی کالونۍ درک ورکړی شوی دی .

هغه د اپرېل په ۲۴م د دغه ځاې نه ايران ته داخل شوی ؤ .

د تافتان چيک پوسټ ايران سره د سامانونو وړلو راوړولو مصروفه لار ده .

منصور د تافتان نه په ۶۸۰کلوميټره لرې کوئټې ښار ته روان ؤ . هغه د غرمې د ډوډۍ خوراک دپاره په کوچکي علاقه کې ودرېدلی او بيا په سړک روان شوی او د موټر په شاته سيټ ناست ؤ .

هغه د خپل منزل نه نزدې ۱۷۰ کلوميټر لرې ؤ د احمدوال علاقې نه په ۱۵ کلوميټر فاصله باندې ؤ چې ووژل شو .

د وايس اف امريکا خبريال د هغه په پاسپورټ څو ټاپې ليدلي چې هغه پرې د کال ۲۰۰۶م نه د پاکستان د کراچۍ ښار نه دوبۍ ته سفرونه کړي دي .