افغانستان: طالبانو ۱۱ پوځیان وژلي اؤ ۱۲ یې تښتولي دي

د برید په مهال طالبانو دولس عسکر ځان سره هم بوتلي

چارواکي وایي د افغانستان په ارزګان ولایت کې وسله والو د افغان پوځ ۱۱ عسکر وژلي اؤ ۱۲ نور یې د ځان سره تښتولي دي.

د افغان خبري‌ ادارې پژواک له مخې دغه برید تیره شپه د دهراود اولسوالۍ د سوختې په سیمه کې د افغان پوځ د استوګنې په یوه خونه شوی دی.

د دهراود اولسوال امین الله خالقي په پوځ د شوي دغه برید پخلی کړی اؤ د ارزګان د ولایتي شورا پخواني رئیس امان الله هوتکي منلې چې په حمله کې ۱۱ عسکر وژل شوي اؤ ۱۲ نور وسله والو د ځان سره بوتلي دي .

د هوتکي په وینا وسله والو د برید په مهال دپوځي قرارګاه څخه وسلې هم د ځان سره وړي دي.

بل لوري ته د افغان حکومت په ضد په جنګ بوختو یاغي طالبانو ددغه برید پړه پغاړه اخستې ده اؤ وئیلي یې دي راتلونکي کې به هم خپلو دغه بریدونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان کې یو امریکایي ډرون برید کې تیره میاشت د افغان طالبانو د مشر ملا اختر محمد منصور د وژل کیدو اؤ د طالبانو د نوي مشر ملا هیبت الله اخندزاده له ټاکل کیدو وروستو طالبانو ټول افغانستان کې د افغان حکومت اؤ عسکرو په ضد خپله د بریدونو لړۍ نوره هم چټک کړې ده.

اؤ د طالبانو نوي مشر ملا اخندزاده په زغرده ویلي چې د افغان حکومت سره به خبرې نه بلکې جګړه کوي