د ناټو غونډه کې دافغانستان په اړه مهمې پریکړې کیږي

غونډه کې افغان اولسمشر اشرف غني اؤ اجرائیوي رییس عبدالله عبدالله برخه لري

ټاکل شوې ده چې د پولينډ په پلازمېنه وارسا کې د ناټو سازمان په سرمشريزه غونډه کې نن دافغانستان په اړه مهمې پرېکړې کیږي.

دغه دوه ورځنۍ غونډه چې پرون پيل شوې په کې د دافغانستان اولسمشر اشرف غني او اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله پر مشرۍ لوړ پوړي افغان هئیت هم ګډون کړى دى.

افغان خبري اژانس پژواک دافغانستان داولسمشر د وياند هارون چخانسوري له خولې ویلي چې د ناټو د سرمشريزې د دويمې ورځې غونډه د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده.

هغه زياته کړه چې په دغه غونډه کې به د ناټو او متحدو هېوادونو مشران افغانستان سره د اوږود مهاله سياسي، پوځي او اقتصادي همکاريو ژمنې او پرېکړې وکړي.

د ولسمشر وياند پژواک ته ویلي چې د افغانستان لپاره ځانګړې شوې غونډې ته اولسمشر اشرف غني او د نړۍ مشران لنـډې لنډې وينا کوي او وروسته بيا د افغانستان په اړه ګډه اعلاميه خپرېږي.

د چخانسوري په وينا، د افغانستان په اړه تر ځانګړې غونډې وروسته به اولسمشر اشرف غني ، اجرائيوي رييس ډاکټر عبدالله عبدالله او د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ به يوې ګډې خبري غونډې ته وينا وکړي.

د ناټو سرمنشي جينز سټولټنبرګ پرون د سرمشريزې غونډې په پرانېستونکې وينا کې ویلي وؤ چې دوى به د افغانستان په اړه مهمې درې پرېکړې وکړي.

هغه زياته کړې وه چې د ناټو ددغه غونډې ایجنډه کې دناټو د روزنې ماموريت د دوام پرېکړه، د افغان ځواکونو د مالي همکارۍ او افغانستان سره د اوږد مهاله سياسي او اقتصادي همکاريو پرېکړې شاملې دي.