باجوړ ،بمي چاؤدنه کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي

دباجوړ ايجنسۍ دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دغه چاؤدنه دسلارزو تحصيل دډيرکۍ سيمې پۀ تاران علاقه کې شوې ده.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دقبايلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په سلارزو سيمه کې ترسره شوې يوه بمي چاودنه کې دوه مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

دباجوړ ايجنسۍ دپوليټيکل انتظاميې ترمخه دغه چاؤدنه دسلارزو تحصيل دډيرکۍ سيمې پۀ تاران علاقه کې شوې ده.

چارواکي وايي دغه ريموټ کنټرول بمي چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې دوؤ مشکوکو وسله والو دسړک په غاړه بم ښخولو اؤ دغه بم پرې وچاوديدو.

دچارواکو وينا ده دا نه ده معلومه چې ددغه چاودنې هدف څوک وؤ اؤ چاؤدنه کې دوژل شوؤ کسانو دپيژندګلو لپاره يې پلټنې پيل کړي خو هغوي دغه چاودنه کې دومره خراب شوي چې پيژندګلو يې ګرانه ده.

په ياده دې وي چې له دې وړاندې هم باجوړايجنسۍ کې په قبايلي مشرانو، ليويز عسکرو او امنيتي ځواکونو بريدونه ترسره شوي چې پکې ګڼ عسکر او قبايلي مشران وژل شوي دي.