چارواکي وايي د یمن په جنوبي ښار عدن کې یو ځانمرګي برید کې لږترلږه ۴۵ کسان وژل شوي او په درځنونو نور ژوبل شوي دي .
د چارواکو په وینا نن د ګل یا دوشنبې په ورڅ ځانمرګي دچاؤدېدونکو بارودو ډک موټر د حکومت پلوه پوځ د وداني نه تمبولی دی .
یمن د نړې لخوا منل شوي د سعودي ملاتړي صدر ابو ربو منصور او د ایران ملاتړي حوثي یاغیانو ترمنځ جګړه کې ښکېل دی .
د ملګرو ملتونو د شمېرې ترمخه په دغه جګړه کې ۶۵زره خلک چې نیمايي يې ملکي وګړي دي وژل شوي دي .
بل لور ته د یمن په جنوب او جنوب ختیځ کې اکثر د القاعده او داعش جهادیان هم بریدونه کوي .
ولې نن د تازه شوي برید زمه واري تراوسه چا نه ده قبوله کړې .