د پاکستان پنجاب او بلوچستان صوبې په پوله پرته علاقه کې پوځ د وسله والو په ضد کومبنګ عملیات کړي د اته مشکوک وسله والو د وژنې او په درځنونو د ژوبلېدو ادعا يې کړې ده ، عملیاتو کې یو پوځي عسکر هم وژل شوی دی .
پوځي چارواکو ویلي دغه عملیات د جنوبي پنجاب او بلوچستان صوبې ترمنځ پرته ګیاندري علاقه کې په خصوصي توګه د بېلتون پاله ډلې بلوچ لبرېشن ارمي په ضد شوي دي .
په سیمه کې د پوځ د مطبوعاتي څانګې ایي اېس پي ار ډايریکټر مېجر تاج محمد ویلي د وسله والو په ضد عملیاتو کې پینځه هیلي کاپټرو برخه اخستې ده . هغه ویلي د وسله والو نه په غټه کچه نقدې روپۍ او وسله ترلاسه شوې او نزدې ۴۹ وسله وال نیول شوي هم دي .
راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې وژل شوي وسله وال په رېل ګاډو، د رېل په پټړو او سرکاري تاسیساتو باندې بریدونو کې ککړ وو .
دغه سیمه کې پکې عملیات ترسره شوي د خبریالانو رسد ورته نه کيږي ځکه په ازاده توګه د عملیاتو پخلی نه کيږي .
د پنجاب صوبې د حکومت سرچينو ویلي د عملیاتو ترسره کېدو وړاندې ورسره مشوره شوې وه .
د پنجاب او بلوچستان صوبې په پوله پرتې راجن پور ضلعې پولیس چارواکو ویلې دوې په عملیاتو کې برخه نه ده اخستې .
د اپرېل په میاشت کې راجن پور کې د اووه پوليس د وژنې او ۲۴ یرغمل کېدو وروستو پوځ په دغه سیمه کې د چوټوګېنګ په ضد عملیات کړي او د ګېنګ مشر غلام رسول سره د ۱۵ ملګرو پوځ ته ځان حواله کړی ؤ .
د پنجاب حکومت په صوبه او په خصوصي توګه جنوبي علاقو کې د دوه میاشتو دپاره نيم پوځې دسته رېنجر ځواکونه په ځاې کوي چې د ترهګرۍ په ضد مبارزه کوؤنکو پوليسو مرسته وکړي .