پاکستان کې کېدونکې د سارک غونډه وځنډېده

سارک تنظيم کې پاکستان، هند، بنګله دېش، افغانستان، بوټان، مالديپ، نيپال او سري لنکا شامل دي .

د هند په ګډون د څلورو هيوادونو د انکار وروستو پاکستان کې کيدونکې د سارک تنظيم غونډه ځنډول شوې ده.

د پاکستان له اړخه په رسمي توګه ”سارک سيکټرېټ” ته خط نه دی استول شوی خو د پاکستان وزيراعظم خارجه چارو صلاح کار سرتاج عزير وائس اف امريکا ته وئيلي که يو هيواد هم د سارک غونډه کې ګډون نه انکار وکړي نو دا غونډه بیا ځنډول کيږي .

سرتاج عزيز وئيلي هند او نورو ملکونو سارک سيکټريټ ته په نومبر کې کيدونکې غنډه کې د ګډون نه کولو خبر ورکړی او چې کله هم پاکستان ته د سارک سيکټړيټ لخوا دغه خط تر لاسه شي نو پاکستان به هم ورته خپل ځواب ورکړي .

پاکستاني چارواکو وئيلي له دې وړاندې هم پينځه ځله سارک کانفرس ځنډول شوی دی .

بنګله ديش وئيلي د سيمې هيوادونو خپل مينځي اړيکو ښه کولو د پاره زمينه نه ده برابر او هم دغه وجه چې بنګله ديش د سارک غونډه کې کډون نه انکار کړی دی ۔

د بنګله ديش چارواکو وئيلي په غونډه کې د ګډون نه کولو پريکړه يي په خپل سر کړې او د چا په وينا يي داسې نه دي کړي .

راپورونه وائي چې افغانستان او بوټان هم د سارک غونډه کې ګډون نه کوي .

له دې وړاندې د هند د بهرنو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي وو ( چې په سیمه کې د پولې د پورې غاړې نه بریدونو سېوا کېدو او د سارک د غړي هېواد په منځني چارو کې لاس وهنې داسې حالات جوړ کړي چې هغه (پاکستان) به په بریالي توب سره د سارک د غونډې کوربه توب ونه وکړي ) .

بیان کې د کوم وضاحت پرته ویل شوي چې د سویلي اسیا نور هېوادونه هم په دغو تحفظاتو خبر کړی شوي دي .سارک تنظیم کې هند، پاکستان، بنګله دیش، نیپال، بهوټان، سري لنکا، افغانستان او مالديپ شامل هېوادونه دي .

د هند د سویلي اسیايي هيوادونو دې غونډه کې د ګډون نه کولو فيصلې وړاندي د دغه هېواد د خارجه چارو وزيرې شسمه سوراج د ملګرو ملتونو غونډه کې ویلي ؤ چي د هغو هېوادونو پر ضد ګامونه پورته کول پکار دي چي نورو هيوادونو ته ترهګر ليږي د ترهګرو پالنه او روزنه کوي .