د یمن ـ سعودي عرب په پوله د اوربند باوجود جګړه

عېني شاهدانو ویلي د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف د پلازمینې صنعا په ختیځ کې حوثیان په هدف کړي دي.

یمن کې د ۷۲ ساعتونو د اوربند ختمېدو نه وړاندې د سعودي په مشرۍ ایتلاف ملاتړي يمني ځواک او ایران په ملاتړ د شیعه حوثيانو ترمنځ جګړه پېل شوې ده.

عېني شاهدانو ویلي د سعودي عرب په مشرۍ ایتلاف د پلازمینې صنعا په ختیځ کې حوثیان په هدف کړي دي.

ټول فریقېن په دې خبره موافق شوي چې د ملګرو ملتونو په ملاتړ اوربند ته به احترام لري د کوم مقصد چې په دغه سیمه کې وګړو ته مرستې رسؤل ؤ.

د یمن دپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعیل ولد شېخ احمد د شنبې په ورځ ویلي ؤ چې د اوربند احترام کیږي او د دوې هڅه ده چې دا وغځول شي ولې دوي په دې اړه معلومات نه دي ترلاسه کړي چې دغه خبره به يې فریقېن مني که نه.

د سعودي عرب سره جوخت پروت عرب ملک یمن چې وروستو پاتې دی د دوؤ کالو راهسې پکې جګړه روانه ده او تراوسه پورې پکې ۷۰۰۰ کسان وژل شوي او زیاتره پکې عام وګړي دي.

د جمعې په ورځ ناوخته اسماعیل شېخ د سعودي عرب پلازمینه کې جلاوطن مرستیال یمني صدر محسن الاحمر سره لیدلي ؤ چې پکې هغه ويلي ؤ د یمن سرکاري ځواک د اوربند احترام کوي.

د تېر کال په سر کې سعودي عرب د خپلو خليجي ایتلافیانو سره په ګډه یمن کې د حوثي یاغیانو په ضد عملیات پېل کړي وو، او د هغې وروستو د اوربند دا شپږم تړون وو.

حوثي قبايل د یمن په حکومت دوي ته د برابرۍ د حق نه ورکولو تور لګوي او په کال ۲۰۱۴م کې يې بغاوت کړی او پلازمینه صنعا يې په ولقه کې اخستې او تراوسه یې لا په ولقه کې دی.