د پاکستان او افغانستان مشرانو ډونلډټرمپ ته په صدر جوړېدو مبارکي ویلې

د ډیموکريټک ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ نن د ريپبلکن ګوند هيلرې کلنټن ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړه او د امريکې ۴۵ صدر وټاکل شو.

د پاکستان صدر ممنون حسېن، وزیراعظم نوازشریف او د افغانستان جمهور رئیس اشرف غني د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ ته په انتخاباتو کې بریالیتوب باندې مبارکي ورکړې ده.

د پاکستان صدر ممنون حسېن د امريکا په نوي صدر جوړېدو او انتخاباتو کې تاریخي کامیابۍ باندې ډونلډ ټرمپ ته مبارکي ورکړې او هیله يې څرګند کړې ده چې ټرمپ به د نړۍ د امن دپاره خپل رول ولوبوي او زیاته کړې یې ده چې د هغه په صدارت کې به د پاکستان او امریکا اړيکې نوې پیاوړې شي.

وزیراعظم نوازشریف هم ډونلډ ټرمپ ته د مبارکۍ ورکولو ترڅنګ خپل پېغام کې ویلي چې د ټرمپ ټاکل په حقیقت کې د امریکا د اولس او هغوې د جمهوريت، ازادۍ، بشري حقونونو او ازاد معیشیت په نظریو باندې پوخ یقین دی.

نوموړي ویلي د پاکستان او امریکا ترمنځ کلکې اړیکې د سیمې د امن او ثبات د ودې دپاره ډېرې مهمې دي او هغه د امریکا د نوي صدر سره په ګډه د کار کولو ژمنه کړې ده.

د افغانستان صدر محمد اشرف غني هم په یو بیان کې د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ ته د افغان دولت او افغانانو په استازیتوب د جمهوري ریاست په ټاکنو کې په کامیابۍ هغه او د امریکا اولس ته مبارکي ويلې ده.

ښاغلي غني ویلي چې د امریکا او افغانستان د ترهګرۍ په ضد مبارزه او د دغه هېواد په پرمختګ کې د افغانستان یو مهم سټراټيجيکي شراکت دار دی.

نوموړي هیله څرګند کړې چې د امریکا د نوي صدر سره په نزدې همکارۍ به د دواړو هېوادونو اړیکې نورې پراخه او ګټورې شي.

د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډټرمپ ته په ټاکنو کې په ګټه مبارکې ویلې ده.

د ډیموکريټک ګوند صدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ نن د ريپبلکن ګوند هيلرې کلنټن ته په انتخاباتو کې ماتې ورکړه او د امريکې ۴۵ صدر وټاکل شو.