د خېبرایجنسۍ انتظامیې افغانستان ته د تلو دپاره ویزه ضروري کړې

د خېبر ایجنسۍ او پاکستان د نورو قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي خلک به تراوسه پورې افغانستان ته بې د ویزې تلل.

د پاکستان د قبایلي سیمې خېبرایجنسۍ چارواکو ځايي قبایلو ته خبرداری ورکړی چې د راتلونکي کال ۲۰۱۷م د جنورۍ د ۳۱م نېټې نه وروستو به چاته هم بې د پاسپورټ او ویزې نه افغانستان ته د تلو اجازه نه وي.

افغانستان ته په پاسپورټ او ویزه باندې د تګ په لړ کې د خېبرایجنسۍ په لنډي کوتل سیمه کې انتظامیې او پوځي چارواکو په رسمي ډول یوه اعلامیه جاري کړې ده چې پکې ویل شوي پاکستاني وګړي او د قبایلي سیمې هغه خلک به افغانستان تلو ته پرېږدي چا سره چې د افغانستان تلو دپاره سفري ویزه وي.

دغه ډول د افغانستان نه بیرته پاکستان ته د راتلونکو دپاره به یواځې شناختي کارډ (هویت کارډ) قابل قبول نه وي. د انتظاميې لخوا خبرداری ورکړی شوی چې د سرغړونې کوونکو په ضد به سخته کارروايي کولی شي.

د خېبر ایجنسۍ او پاکستان د نورو قبایلي سیمو سره تعلق لرونکي خلک به تراوسه پورې افغانستان ته بې د ویزې تلل.

د خېبر ایجنسۍ یوې قومي جرګې ویلي د پاکستان دغه بندېزونه ورته د منلو نه دي، قبایلي مشرانو ویلي تل افغانستان ته بې د ویزې او پاسپورټه تلي او د افغانستان حکومت ترې د ويزې غوښتنه نه ده کړې نو پاکستان ورته څنګه ویزه ضروري کوي.

د پاکستان او افغانستان په پوله دواړو غاړو ته د مېشتو خلکو یو بل سره رشتي یا خپلولۍ هم دي . او ځايي قبایل وايي د حکومت د دغه پرېکړې سره به د دوي یو بل سره تګ راتګ د ډېرو ستونزو سره مخ شي ځکه دوي دغه ډول بندېزونه نه مني.

د پاکستان او افغانستان ترمنځ په پوله جوړو لارو باندې د ورځې په سر په زرګونو خلک تګ راتګ کوي. ولې په وروستیو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو تاؤژنو کېدو سره په پوله د تګ راتګ منظم کولو دپاره ځینې ګامونه پورته کړی شوي دي.

پاکستان د روان کال جون د میاشتې نه د افغانستان وګړو ته د تورخم په پوله بې د پاسپورټه او ویزې پاکستان ته په راتګ بندېز لګولی ؤ، دغه ډول په پوله ګاډو چلوونکو ته هم دا هدایات ورکړی شوي وو ولې دغه امر تراوسه پوره نه دی عملی شوی.

د ویزې ضروري کېدو وروستو په تورخم د خلکو د تګ راتګ کم شوی او سوداګر وايي سوداګري هلې ځلې ورسره هم اغېزمنې شوي دي.