استاد خیال محمد ته د افغانستان ستر صدارتي ایوارډ ورکړل شو

پیښور کې افغان قونصل جنرال ډاکټرعبدالله وحید پویان استاد خیال محمد ته میربچه خان عالي دولتي مډال ورکوي

د پښتو وتلي سندرغاړي اؤ د غزل شهنشاه استاد خیال محمد ته د افغان حکومت له لوري دده په غوره فني خدمتونو د میر بچه خان عالي دولتي مډال په نوم د افغانستان تر ټولو ستر صدارتي ایوارډ ورکړل شوی.

استاد خیال محمد وایي ددغه ایوارډ ترلاسه کولو یې حوصله لوړه کړې ده اؤ دا ددې خبرې ثبوت دی چې د پولې دواړه غاړه میشته پښتانه د خپلو هنرمندانو درناوی کوي

دغه ایوارډ په پیښور کې د افغان قونسګرۍ لخوا د جوړې شوې یوې درنې دستورې په ترڅ کې د افغان کونسل جنرال ښاغلي ډاکټرعبدالله وحید پویان په لاس استاد خیال محمد ته ورکړل شوی .

افغان کونسل جنرال دغه دستورې ته د افغان اولسمشر هغه ځانګړی پیغام هم واورولو په کوم کې چې صدر غني د استاد خیال محمد د فني خدمتونو ستائنه کړې وه.

افغان صدر اشرف غني وئیلي خیال محمد د موسیقۍ دلارې پښتو ته نه ستړي کیدونکي خدمتونه کړي اؤ خپل یو ځانګړی سبک یې پیدا کړی .

دستورې ته د پاکستان د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر سکتر میا افتخار حسین وویل د افغان حکومت له لوري استاد خیال محمد ته دغه صدارتي ایوارډ ورکړل کیدو سره د دواړو غاړو پښتانه نور هم خپلو کې د ورورولۍ په رشته تړل شوی اؤ دې سره به د اولسي اړیکو په پیاوړتیا یو مثبت تاثیر وشي ،

همدغه راز په خیبرپښتونخوا کې د واکمن ګوند ډپټي پارلیماني لیډر شوکت علي یوسفزي هم د افغان اولسمشر مننه وکړه چې خیال محمد استاد یې په دغه مهم مډال ونمانځلو اؤ وئ وئیل دا په اصل کې د ټولو پښتنو هنرمندانو درناوی دی .

ددغه دستورې په مهال استاد خیال محمد ته د افغانستان د فرهنګ د وزارت لخوا د یونیم لکو روپو نغده مرسته هم وسپارل شوه .