مصر کې موټري بم چاودنې ٨ عسکر وژلي

دچارواکو وينا ده چې دغه چاودنه کې لږ ترلږه ١٢ عسکر ژوبل شوي او بريد کې درې تندلاري هم وژل شوي دي

دمصر صحرايى سينا کې په يوه امنيتي پوسته موټري بم چاودنه کې اته مصري عسکر وژل شوي دي.

دچارواکو وينا ده چې دغه چاودنه کې لږ ترلږه ١٢ عسکر ژوبل شوي او بريد کې درې تندلاري هم وژل شوي دي، دمصري پوځ وياند محمد سمير يو بيان کې ويلي دي دناقراره ښار العريش سره نزدې تندلارو په يوه امنيتي پوسته يو بکتر بند ګاډى هم الوځولى.

دبريد ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده قبوله کړې.

دکال ٢٠١٣م نيمايي کې داخوان المسلمين دصدر محمد مرسي په ضد دولسي احتجاجونو څخه وروستو دپوځ لخوا دهغه داقتدار دلرې کولو څخه وروستو دمصر پوځ سينايي کې دتندلارو په ضد په جګړه بوخت دى.