د پښتو نومیالی شاعر ډاکټرخالق زیار په حق رسېدلی

خالق زیار په پېشه ډاکټر او یاد نومیالی پښتون شاعر لیکوال ؤ.

د پښتو ژبې نومیالی شاعر ډاکټر خالق زیار نن د ګل په ورځ د ۶۰ کالو په عمر کې د زړه د دورې له امله په حق رسېدلی دی.

ډاکټر خالق زیار د خېبرپښتونخوا د ملاکنډ ضلعې د درګۍ تحصیل په سېدرا جوړ نومې کلي کې زېږېدلی ؤ ژوند هم په درګۍ کې کړی او نن سحر يې د درګۍ په روغتون کې ساه ورکړه. د هغه جنازه به نن په څلور بجې مازیګر ادا کولی شي.

خالق زیار په پېشه ډاکټر او یاد نومیالی پښتون شاعر لیکوال ؤ.

دډاکټر خالق زیار د پښتو ادب دپاره ډېر خدمات دي، هغه د (تلوسې) په نوم شعري ټولګه تخلیق کړې، د خلیل جبران (مات څانګونه)، د (پښتنو بغاوتونه) او (دا خاوره دا خلک) نومې کتابونه يې د انګرېزۍ نه پښتو ته ژباړلي دي.

نیازک خان چې د ارواښاد سره نزدې پاتې شوی وايي د خالق زیار د شاعرۍ بله ټولګه د ( خپل رباب خپله نغمه) په نوم هم چاپ ته تیاره ده .

د پښتو ژبې یاد شاعر رحمت شاه سایل چې د ډاکټر خالق زیار سره نزدې پاتې شوی، وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره په خبرو کې وویل د خالق زیار مړينې غمژن کړو او یواځې يې پرېښودو.

نوموړی وايي (( ډاکټر صېب زما نه کشر ؤ خو هغه پوهه او عالم سړی ؤ، د هغه دپښتو ادب دپاره ډېر خدمات دي ، هغه د کار خبرې کړي دي، یو ډېر نظریاتي سړي، د وطن او قام سره یې وابستګي لرله او د زړه د اخلاصه يې د پښتو ادب دپاره کار کړی دی)).

رحمت شاه سایل وايي، د خالق زیار مړینه د پښتو ادب دپاره لوی زیان دی.

نوموړی وايي (( د ډاکټر صېب سره مو ډېر ګټور بحثونه شوي دي او هغه دومره حق پرست سړی ؤ چې که څه هم ما سره ډېر نزدې ؤ خو په یوه ادبي ناسته کې يې د پښتو په املا باندې زما مخالفت کړی، په دلیل به یې خبره کوله ، هغه په ذهني توګه معاشرتي سړی ؤ خلکو ته به يې د علم او شعور خبرې کولې)).

هغه زیاته کړه خالق زیار د یو ډاکټر په حېث هم د خلکو بلا ډېر خدمت کړی دی، د علاقې ټول خلک ترې ډېر خوشحاله او په غم یې غمژن دي.

پښتون شاعر نیازک خان وایس اف امریکا ډیوه ریډیو سره خبروکې وویل ، ډاکټر خالق زیار سره د اته، نهه کالو راهسې نزدې پاتې شوی دی.

د نیازک خان په وینا (( ډاکټر صېب په پښتون قام مئین ؤ تل به يې د پښتنو په قامي ستونزو خبرې کولی او ویل به یې پښتنو له نور مذمت نه بلکې مزاحمت پکار دی)).

هغه وویل ډاکټر خالق زیار د ملاکنډ ادبي کلتوري جرګې سینئر نائب صدر او ملاکنډ ادبي جرګې هم غړی ؤ.

د ارواښاد دوه زامن اتل خان (اېم بي بي اېس ډاکټر) کامل خان ( الېکټرانک انجینئر) او یوه يې لُور ده.