پېښور: دوسله والو بريد کې پوليس عسکر وژل شوى

دبريد ذمه واري يوې تندروه ډلې لشکرجهنګوي العالمي منلې ده.

دخېبرپښتونخوا سرښار پېښور کې دوسله والو لخوا شوي بريد کې يو پوليس عسکر وژل شوى دى.

دبريد ذمه واري يوې تندروه ډلې لشکرجهنګوي العالمي منلې ده.

دپوليسو وينا ده چې دنهې په ورځ دسرښار پېښور واحدګړهۍ سيمه کې وسله والو کسانو په هاغه پوليس عسکر ډزې کړي چې دسحر دنمونځ ادا کولو لپاره جومات ته روان ؤ.

دپېښې وروستو سيمه کې دلټونې عمليات پيل هم ترسره شوي دي خو پکې دچا دنيول کيدو اطلاعات نه دي ترلاسه شوي.

دتيرو څو مياشتو راهسې پېښور کې دپوليسو په ضد دهدفي وژنو پېښو کښې اضافه راغلې ده چې پکې ګڼ شمير پوليس عسکر وژل شوي دي، ددغو بريدونو ذمه واري بيلا بيلو تندروه ډلو منلې ده.