د استنبول په نايټ کلب برید کوونکی پېژندل شوی،ترک چارواکي

ددې خبرې اعلان دشورو په ورځ خارجه وزير ميولت چوګوشوالو سرکاري خبري ادارې انادولو سره يوه مرکه کې کړى، خو هغه ددغه تن په اړه نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.

ترکي کې چارواکو دنوي کال په موقع داستنبول په يو نايټ کلب کې په ډزو د٣٩ کسانو دوژونکي تن پيژندګلو کړې ده.

ددې خبرې اعلان دشورو په ورځ خارجه وزير ميولت چوګوشوالو سرکاري خبري ادارې انادولو سره يوه مرکه کې کړى، خو هغه ددغه تن په اړه نور جزيات نه دي په ډاګه کړي.

دخالي په ورځ په نايټ کلب دبريد څخه وروستو دتښتيدلي بريدګر لټون لپاره چارواکو هلې ځلې کوې.

دنهې په ورځ ترک ميډيا کې يوه ويډيو خپره شوې وه چې پکې داستنبول ددتقسيم سکوير سره نزدې ګرځيدونکى تن مشکوک بريدګر ګرځول شوى و، دا په ډاګه نه ده چې دغه ويډيو کله ريکارډ کړى شوې وه.

له دې وړاندې ترک چارواکو دسيکورټي کيمرې له لارې فوټيج څخه دترلاسه شوي مشکوک بريدګر يو عکس هم جاري کړى و.

دشورو په ورځ انادولو ويلي چارواکو ددغه بريد په شک کې نور پينځه کسان نيولي، دهغوي تعلق په مشکوکه توګه داعش سره ښودلى شي، دغه کسان دلويديز ازمير ښار څخه نيول شويدي.