امریکا د روس لوړ پوړی تفتیش کار په ګډون په ۷کسانو بندېزونه لګولي

په بندېز لګېدونکو کسانو باندې امریکا ته تګ بند شي او په امریکا کې يې جایداد وتړل شي،

امریکا د روس یو لوړ پوړی تفتیش کوونکی او د کریملن په څلورو نورو چارواکو د بشري حقونو د سرغړونو په سر بندېزونه لګولي دي.

د دغو پينځه ؤ روسي وګړو نه علاوه په دوه نورو کسانو د حزب الله ډلې سره د مبینه اړیکو لرلو په سبب د ماګنټسکي اېکټ لاندې بندېز لګول شوی دی.

امریکايي چارواکو دا نه ده په ډاګه کړې چې په دغو اووه واړو کسانو اصل تور څه ؤ، ولې د خارجه وزارت ویاند جان کربي ویلي (تازه د بندېزونو سره مخ شوي کسان د پوره پلټنو وروستو د بندېزونو په فهرست کې شامل کړی شوي دي).

کربي ویلي د روس پينځه وګړو (د روس د قانون نافذ کولو په لړ کې د سخت رول لرلو سره سره په یواځې سر د بشري حقونو د زمانې په بدنامو سرغړونو کې ککړ وو).

په دغو کسانو کې الېګزېنډر باسټریکن هم شامل دی د چا په اړه چې ویل کيږي هغه د کریملن د لوړ پوړو تفتیش کارو او مخالفینو په ضد د کارروایانو کولو مشري کوي.

په بندېز لګېدونکو کسانو باندې امریکا ته تګ بند شي او په امریکا کې يې جایداد وتړل شي، د دې ترڅنګ امریکایان د دغو کسانو سره هیڅ قسمه ورکړه راکړه نشي کولی.

ماګنټسکي اېکټ د فساد د مخنیوي دپاره د یو روسي وکیل سرګئ ماګنټسکي په نوم جوړ شوی، څوک چې نزدې یو کال په جېل کې ساتل شوی او صحت د خرابۍ په سبب په کال ۲۰۰۹م کې مړ شوی ؤ.

روسي تفتیش کوونکی ویلي د ماګنټسکي په مړینه کې هیڅ ډول ناوړه لاس نه ؤ شامل.

ولې د امریکا خارجه وزارت تور لګوي چې داسې یو شمېر شواهد موجود دي چې ماګنټسکي باندې جېل کې تشدد شوی او د ناروغتیا علاج يې نه دی شوی.