هلمند: ځانمرګي برید کې اووه کسان وژل شوي

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

د افغانستان جنوبي صوبې هلمند په مرکز لشکرګاه کې شوي یو ځانمرګي برید کې لږترلږه اووه کسان وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي. ځینې راپورونه وايي برید د ملي امنیت د همکارو سرتېرو په دفتر شوی دی.

د هلمند د پولیس مرکزي دفتر امریکا غږ ته دغه پېښه تائید کړې چې دا ځانمرګی برید ؤ.

د چارواکو ترمخه د چاؤدېدونکو توکو ډک یو موټر هم په دغه ځای کې ولاړ دی او ځواکونه يې د شنډولو هڅه کوي.

پولیس چارواکو پېښه کې د اووه کسانو د وژنې پخلی کړی او ویلي يې دي شپږ نور کسان پکې ژوبل شوي دي.

په سمدستي ډول د برید زمه واري چا نه ده قبوله کړې.

راپورونه وايي برید په یو کور شوی چرته چې د ملي امنیت د (سونګري په نوم) یو دفتر هم وو.

په هلمند کې د بدامنۍ د تازه لړۍ وروستو د ملي امنیت دپاره نوي سرتيري ګمارل شوي او په هلمند کې دغه ځواک ته (سونګریان) ویل کيږي.

دغه ځواک په شخصي جامو کې وي او د وسله والو په ضد عملیاتو کې برخه اخلي.