افغان طالبانو په کابل کې د امریکايي پوهنتون د دوه تښتولو بهرنو استازانو (پروفېسرانو) ویډیو خپره کړې ده. دا دواړه پروفېسران پینځه میاشتې وړاندې د کابل نه د وسلې په زور تښتول شوي وو.
تښتول شوي پروفېسران یو د امریکا او بل د اسټریلیا سره تعلق لري.
د طالبانو لخوا په خپره شوې ویډیو کې امریکايي پروفېسر کیون کینګز او د اسټریلیا ټیموتي ویکس د امریکا نه غوښتي چې د دوي د ژوند ژغورلو او خوشي کولو دپاره دې طالبانو سره خبرې اترې وکړي.
کینګز او ویکس د امریکا نوي منتخب شوي صدر ډونلډ ټرمپ ته په مخاطب کولو سره ویلي، (طالبان غوښتنه کوي چې د امریکا د انتظام لاندې د باګرام او پل چرخي د زندانونو نه دې د دوي بندیان خوشي کړي).
دواړو د خپلو کورنو نه غوښتي چې د امریکا په حکومت فشار واچوي چې دوي خوشي کړي.
کینګ ویلي (زه هیله لرم چې تاسو په دوي فشار واچوئ او زمونږ د خوشي کولو دپاره د طالبانو سره خبرې وشي، مهرباني وکړئ تاسو دوي سره خبرې وکړئ مونږ نه یُو خبر چې طالبان به نور څومره صبر وکړي).
ویکس په خپل پېغام کې د خوشي کېدو دپاره چغې وهي او ویلي يې دي دغه ویډیو يې د جنورۍ په وړومبۍ نېټه ریکارډ شوې ده.
امریکايي ځواکونو د هېواد په ختیځه صوبه ننګرهار کې د تښتول شوؤ دواړو کسانو دپاره هاغه وخت عملیات کړي ولې د دوي په موندلو کې پاتې راغلي وو.
طالبانو د ويډیو سره رسنیو ته د خبرداري یو لیکلی پېغام هم استولی چې پکې لیکل شوي که چرته بیا دغه ډول د طاقت استعمال وشو نو دوي سره د بندي کسانو ژوند به د خطر سره مخ شي.
وسله وال طالبان په افغانستان کې وخت په وخت دغه ډول خلک د تاوان دپاره تښتوي او زیاتره د بهرنیانو تښتولو هڅه کوي چې په بدل کې ترې دتاوان دپاره د پېسو او يا د خپلو بندیانو خوشي کولو غوښتنه وکړي.