شام:دالقاعده په تربيتي کيمپ هوايي بريد،د١٠٠ؤ څخه زيات جنګيالي مړه

دزيارت په ورځ يو بوينګ بي-٥٢ الوتکې دغه کيمپ په نخښه کړى، دفاعي چارواکي ويلي دغه کيمپ د ادلب ايالت دحلب په لويديز کې موقعيت لرلو.

يو امريکايي دفاعي چارواکي دجمعې په ورځ دامريکا غږ دانګريزۍ څانګې ته ويلي شام کې په يو عسکري تربيتي کيمپ يو امريکايي هوايي بريد کې د١٠٠ؤ څخه زيات دالقاعده جنګيالي وژل شوي دي.

دزيارت په ورځ يو بوينګ بي-٥٢ الوتکې دغه کيمپ په نخښه کړى، دفاعي چارواکي ويلي دغه کيمپ د ادلب ايالت دحلب په لويديز کې موقعيت لرلو.

دالقاعده لخوا ددې کيمپ دبنيادي عسکري تربيې لپاره دکارول کيدو څخه دمخه په دې دتندروه ډلې جبهة فتح الشام جنګيالو قبضه کړې وه، دغه ډله له دې وړاندې دالنصره فرنټ په نوم پيژندل کيده.

چارواکي ويلي دغه کيمپ تر خواوشا دوو کالونو يو مشهور تربيتي کيمپ و.

دچارواکي ترمخه دبريد په مهال ټول جنګيالي په يوه ودانۍ کې وو او کيمپ کې هيڅ زنانه يا ماشوم هم موجود نه و.