پينټاګان:امريکايي هوايي بريد کې دالقاعده مهم مشر وژل شوى

يو دفاعي چارواکي امريکا غږ ته ويلي ابو هاني المصري په څلورمه فرورۍ دشام ادلب سره نزدې په يو روان ګاډي کې امريکايي ډرون بريد کې په څلورمه فرورۍ وژل شوى، ددغه چارواکي په وينا هغه سږکال په شام کې وژل شوى دالقاعده څلورم مشر دى.

پينټاګان وايي يو امريکايي بريد کې ايمن الظواهري او او دالقاعده وژل شوي مشر اسامه بن لادن سره اړيکې لرونکى دالقاعده يو مهم مشر وژل شوى دى.

يو دفاعي چارواکي امريکا غږ ته ويلي ابو هاني المصري په څلورمه فرورۍ دشام ادلب سره نزدې په يو روان ګاډي کې امريکايي ډرون بريد کې په څلورمه فرورۍ وژل شوى، ددغه چارواکي په وينا هغه سږکال په شام کې وژل شوى دالقاعده څلورم مشر دى.

المصري دمصري اسلامک جهادي( اي ايي جى) باني غړى و، کومه چې لمړۍ سُني ترهه ګريزه ډله ده چې پخپلوترهه ګريزو بريدونو کې ځانمرګيان کارولي.

پينټاګان وايي اي ايي جى دامريکايانو او ايتلافيانو دتنصيباتو په ضد دګڼو بريدونو هڅه کړې چې پکې ١٩٩٨ء کې البانيه کې دامريکايي سفارتخانې دالوزولو هڅه هم شامل وه.

المصري د ١٩٨٠ء او ٩٠ء په لسيزه کې افغانستان کې د القاعده دتربيتي کيمپونو دجوړولو او فعاليت څارنه هم کړې وه چرته چې دپينټاګان په وينا هغه په زرګونو ترهه ګرو ته تربيه ورکړې، په سازوسامان يې سمبال کړي او هغوي ته يې عقيدوي زده کړې ورکړي.

دپينټاګان ترمخه له دې وړاندې په دريمه فرورۍ په هاغه ودانۍ چې دالقاعده دغونډې دځايې په توګه کارول کيده، يو امريکايي هوايي بريد کې دالقاعده ١٠ ترهه ګر وژل شوي وؤ.

دپينټاګان وياند نيوي کپتان جيف ډيوس ويلي "ددغو بريدونو سره دامريکا او په نړيواله توګه زمونږ په ګټو دخارجي نيغ په نيغه بريدونو توان تالا ترغه شوى"