د پوځي سرلښکر جنوبي وزیرستان ته سفر، د ملېشې درې عسکر وژل شوي

د اتوار په ورځ باجوړ ایجنسۍ کې هم د ملېشې په عسکرو برید شوی او د هغې نه وړاندې په مهمندو کې د پوځ او وسله والو نښته شوې وه.

د اتوار په ورځ باجوړ ایجنسۍ کې هم د ملېشې په عسکرو برید شوی او د هغې نه وړاندې په مهمندو کې د پوځ او وسله والو نښته شوې وه.

د افغانستان سره په پوله پرتې د پاکستان قبایلي سیمې جنوبي وزیرستان کې په یوه چاؤدنه کې د ملېشې ځواک درې عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې سیمې ته د اتوار په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه سفر کړی ؤ.

د اتوار په ورځ باجوړ ایجنسۍ کې هم د ملېشې په عسکرو برید شوی او د هغې نه وړاندې په مهمندو کې د پوځ او وسله والو نښته شوې وه.

د جنوبي وزیرستان پولیټیکل انتظاميې پخلی کړی چې د اتوار په ماښام د تويي خُله تحصیل په زرمیلن علاقه کې د ملېشې عسکر د یو چیک پوسټ نه بل ته په موټر سائیکلو روان ؤ او په لار کې ښخ کړی شوي بارودي مواد پرې چاؤدل شوي دي.

دغه علاقه چې د ملېشې عسکر پکې په هدف شوي د افغانستان پولې سره بيخي جوخته پرته سیمه ده.

د پاکستاني طالبانو د تحریک ویاند محمدخراساني مطبوعاتو په لېږلي یو پېغام کې د برید زمه واري قبوله کړې او ویلي يې دي دا کار د خان سعیدسجنا ډلې کړی او دا دوي د پوځ سرلښکر د جنوبي وزیرستان سفر او هغه دعوې ته ځواب ویلی چې پوځ په سیمه کې امن په ځای کړی دی.

د پوځي بیان ترمخه د پوځ سرلښکر جنرال قمرجاوېد باجوه د اتوار ورځ په جنوبي وزیرستان کې په مخکنو پوستو باندې ځواکونو سره تېره کړې او په سیمه کې د عملیاتو په پایله کې يې د امنیت په ځای کولو د اطمنان څرګندونه کړې ده.

د پاکستان پوځ د جنوبي وزیرستان په لدها، تیارزه، سراروغه او سروکۍ تحصیلونو کې په کال ۲۰۰۹م، ۱۰ م کې د وسله والو په ضد عملیات کړي او دغه علاقه یې پاکه ګرځولې وه.

د ایجنسۍ په مرکز وانا، شکۍ او تويې خُله تحصیلونو کې د پوځ د مولوي نزیر وسله والې ډلې سره د سولې تړون دی، ویل کیږی دغه ډله د حقاني شبکې سره تړاؤ لري او په افغانستان کې عملیات کوي.

مولوي نزیر په کال ۲۰۱۳م کې په امریکايي بې پايلټه ډرون برید کې وژل شوی او اوس د دغه ډلې مشري د صلاح الدین ایوبي په نوم تن کوي .

د اتوار په ورځ سهار په باجوړ ایجنسۍ کې هم د ملېشې په عسکرو چاؤدنه شوې او څلور عسکر پکې ژوبل شوي وو. د جمعې په شپه مهمند ایجنسۍ کې د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د وسله والو طالبانو برید يې په شا تمبولی او د اته ؤ ترهګرو د وژنې یې ویلي ؤ.

طالبانو مطبوعاتو ته په لېږلي بیان کې د اتوار په ماښام کراچۍ کې د یو شخصي ټي وي چېنل (سما) د کېمره مېن د وژنې زمه واري هم قبوله کړې او ویلي يې دي مونږ مطبوعاتو ته تل د بې طرفه پاتې کېدو ویلي خو مطبوعات د دې په ځای زمونږ مخالفت کوي.