پوځي بیان مخالفینو ته اشاره او فاټا دپاره زېری

د پوځي بیان مخې ته راتلو نه وروستو د کابینې په راتلونکې غونډه کې د اصلاحاتو منظوري قوي امکان لري.

په داسې حال کې چې د قبایلي سیمې فاټا د اصلاحاتو په اړه د اتوار په ورځ د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه بیان مخې ته راغلی د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفرجهګړا هم ویلي دي چې د مرکزي کابېنې په راتلونکې غونډه کې به د فاټا په اړوند اصلاحاتو منظوري ورکړی شي.

د قبایلي سیمې سره تعلق لرونکی څیړونکی او خبریال شمس مومند وايي د پوځ سر لښکر د فاټا په اړه بيان د سیمې د خلکو د پاره د خوشحالۍ زيری دی او معلوميږي چې پوځ هم د حکومتي کمېټۍ د سفارشاتو ملاتړ کوي په کوم کې چې د ۷۰ فيصده نه زياتو خلکو د فاټا په خېبرپښتونخوا کې د شاملولو په حق کې رايې ورکړې وه.

د پاکستان د پوځ لخوا د اتوار په ورځ جاري شوي بیان کې ویل شوي ؤ، چې د پوځ سرلښکر په فاټا کې د اصلاحاتو په اړه روانو کوششونو ته په اشاره سره ویلي چې پوځ د سیمې د اولس د خواهشاتو سره سم په قامي بهیر کې د شاملېدو مرسته کوي.

د شمس مومند په وينا د پوځ د سرلښکر د بيان سره سم مولانا فضل الرحمان هم خپل موقف (دريز)کې نرمي راوستې ده "د پوځ د سر لښکر دا بيان د دې خبرې وضاحت دی چې پوځ د حکومت لخوا وړاندې شوي شفارشاتو په شا ولاړ دی او پوځ ته په اصلاحاتو هيڅ اعتراض نشته".

د خېبرپښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جهګړا د اتوار په ورځ چارسده ضلع کې ويلي د وفاقي کابينې په راتلونکي اجلاس کې به د فاټا اصلاحاتو سفارشات منظور شي.

د نوموړي په وينا د وزيراعظم ميانواز شريف لخوا ټاکل شوې اصلاحاتي کميټۍ د ټولې قبايلي سيمې دورې کړې، مشرانو، ځوانانو او خبريالانو سره يې ليدلي دي او په دغه اساس يي خپل سفارشات جوړ کړي او دغه د ريفرينډم حيثيت هم لري

"د قبائيلي سيمو اولس ښکاره اکثريت وايي چې خېبرپښتونخوا کې دي شامل شي، هغوي وايي مونږ وړاندې نه د صوبې برخه يُو، يو کور مو فاټا او دویم خېبر پښتونخوا کې دی نو بيا مو ولې دې نه بېلوئ".

بل لور ته د جميعت علما اسلام ډلې مشر مولانا فضل الرحمان تيره ورځ پېښور کې يوې غونډې ته ويلي وفاقي حکومت سره په اصلاحاتو صلاح شوي دي.

"سيدها ساده خبره ده د سفارشاتو نه د انضمام لفظ ويستل شوی دی او د دې په ځايي د فاټا قامي دائره کې راوستو لفظ استعمال شوی دی بيا چې فاټا ته څه شکل ورکول وي پينځه کاله پس به يي فېصله د قبايلي اولس په مشاورت کيږي".

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا مېپ مشر محمودخان اچکزي د فاټا خېبرپښتونخوا کې د شاملېدو په اړه دریز ؤ چې د سیمې د ټولو خلکو نه دې رایې واخستی شي او نوموړی د حکومتي کمېټۍ سفارشات سم نه بلي، چې د سیمې زیات خلک غواړي چې خېبرپښتونخوا کې دې شامل شي.

څیړونکی عقیل یوسفزی وايي د پوځ د سرلښکر لخوا د فاټا د اصلاحاتو په اړوند بیان مخې ته راتلل محمودخان اچکزي او مولانا فضل الرحمان ته اشاره ده چې پوځ په سیمه کې اصلاحات غواړي.

ډيوه ریډیو سره په خبرو کې نوموړي وویل "د محمودخان او مولانا فضل الرحمان دریز به وړاندې اهمیت لرلو خو د پوځ د سرلښکر د بیان مخې ته راتلو وروستو د دوي دریز هیڅ اهمیت نه لري".

هغه وویل په انتظامي ډول قبایلي سیمه د پوځ په لاس کې ده او د سیمې زیاتې مسلې نړیوالې او ترهګرۍ سره اړونده دي، نو پوځ ویلي چې د سیمې مدعیان هغه دي.

څيړونکي وايي د وزيراعظم ميا نوازشريف او ګورنر اقباظفرجګړا د اصلاحاتو د وفاقي کابني اجلاس ايجنډا کې شموليت او په ځانګړي ډول د پوځي بیان مخې ته راتلو نه وروستو د کابینې په راتلونکې غونډه کې د اصلاحاتو منظوري قوي امکان لري.