امریکا د داعش ضد ۶۸اتحادي هېوادونو د غونډې کوربه توب کوي

تُندوره ډلې داعش په عراق او شام کې لويه علاقه په خپله ولقه کې اخستې وه

د امریکا خارجه وزير رېکس ټېلرسن د داعش پرضد د راتلونکې تګ لارې د جاج اخستو دپاره روانه مياشت په واشنګټن کې د ۶۸ هېوادونو د غونډې کوربه توب کوي.

د خارجه محکمې لخوا د جاري شوي بيان ترمخه په ۲۲م او ۲۳م مارچ د کېدونکې غونډې هدف "داعش ته په هغو سيمو کې د ماتې ورکولو دپاره هڅې تېزول دي کومې په عراق او شام کې د ډلې په ولقه کې دي او د دې په څانګو او شبکو باندې فشارسېوا کول دي".

هغه ويلي د دسمبر ۲۰۱۴م نه وروستو د پوره اتحاد به دا لمړۍ غونډه وي.

د خارجه محکمې موقتي وياند مارک ټونر خبريالانو ته ويلي "د سېکرټري ټېلرسن دپاره به دا يوه موقع وي چې اتحاد ته د وړاندې تلو په اړوند راپېښ چېلنجونه مخې ته کړي".

هغه ويلي "مونږ ټول دا منو چې مونږ داعش ته د ماتې کولو په اړوند پرمختګ کړی دی، مونږ د دې کاميابۍ نه څنګه ګټه پورته کولی شو".

تُندوره ډلې داعش په عراق او شام کې لويه علاقه په خپله ولقه کې اخستې وه ولې اوس په دواړو ملکونو کې د ډلې نه بیرته د علاقو اخستو دپاره درې جدا ځواکونه چې پکې امریکا، ترکي او د روس ملاتړ ترلاسه دی په شام کې د داعش قوي مرکز رقه پله مخ په وړاندې ځي.

صدر ډونلډټرمپ په ۲۸م جنورۍ يوه انتظامي حکمنامه باندې لاسليک کړی ؤ چې پکې پېنټاګون، جوائنټ چيفس اف اسټاف او نورو ادارو ته ويل شوي چې په ۳۰ ورځو کې دننه داعش ته د ماتې ورکولو دپاره ابتدايي منصوبه وړاندې کړي.

ټونر ويلي دا منصوبه لا پټه ده او هغه يې د نور تفصيل ويلو نه ډډه کړې ده، هغه ويلي دا غونډه به د دې جاج واخلي،چې "په ځمکه باندې موجود صلاحيتونه او طريقه څنګه پياوړې کېدی شي".

عراقي ځواکونه چې لويديځ موصل پله مخ په وړاندې تګ کوي د داعش د وسله والو لخوا د مزاحمت سره دي او تُندلاري د خپل وروستي مرکز دساتنې دپاره هره طريقه خپلوي.

عراقي د موصل ښار په ختيځ کې پرتې سيمې د داعش نه اخستو دپاره تېر کال په اکتوبر کې عمليات پېل کړي وو.

عراقي ځواکونو ته د امریکا په مشرۍ د اتحاد ملاتړ ترلاسه ؤ، او د دغه سيمې اخستو دپاره يې درې مياشتې موده لګېدلې او اوس د لويديځ موصل بيرته اخستو دپاره درې اوونۍ وړاندې عمليات پېل کړي دي.

موصل تر ټولو غټ ښار ؤ چې داعش په ولقه کې اخستی، ولې زيات ښارونه د داعش د ولقې نه بيرته اخستی شوي دي.