داعش ډله په موصل کې راګېره کړی شوې

امریکايي سفير بريټ میکګورک د اتوار په ورځ بغداد کې د موصل تازه حال ويلی دی.

امریکايي او عراقي چارواکو ويلي د عراقي ځواکونو لخوا د اتوار په ورځ موصل ته د تلونکې مهمې لارې نيولو وروستو په لويديځ موصل کې د داعش جنګيالي راګېر کړی شوي دي.

امریکايي سفير بريټ میکګورک د اتوار په ورځ بغداد کې ويلي، "داعش ډله ګېره شوې او يو جنګيالی يې د موصل نه نشي وتلی دوي دغلته وژلو له تلي".

نوموړي د موصل په جګړه کې د امریکا په مشرۍ د هوا د لارې ترسره شوؤ عملياتو ستاينه کړې او دې ته د دغو عملياتو په تاريخ کې ترټولوګټور ويلي.

امريکايي او عراقي چارواکو ويلي چې د عراق د ترهګرۍ په ضد ځواکونو د داعش د ولقې لاندې د زوړ ښار ګڼې ابادۍ پله والا سيمې ته پرمختګ کړی دی.

د جمعې په ورځ دولتي ټيلي ويژن ویلي د فرورۍ په ۱۹م د عملياتو پېل کولو وروستو عراقي ځواکونو د موصل لويديځه سيمه بيرته نيولې ده. او د داعش پاتې جهاديان د موصل په زړه ابادي يا شمالي ضلع کې پاتې شوي دي.

عراقي ځواکونو په جنورۍ کې د موصل د ختيځ نه د داعش جنګيالي ويستي وو.

جګړې په سيمه کې انساني بحران رامنځته کړی، د ملګرو ملتونو او عراق د کډوالو چارواکو ويلي د موصل په لويديځ کې چې نزدې اووه لاکه خلک دي په دوي کې نيم تېښتې ته مجبوره شي.

د عراق د کډوالو وزير جاصم الجعفري د اتوار په ورځ ويلي نزدې يو لاک خلک د وړاندې نه بې کوره شوي او په تېر ۲۴ساعتونو کې دولس زره نور وتي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د خالي په ورځ ويلي چې درې اوونۍ وړاندې حکومتي ځواکونو لویدیځ ښار پله عمليات پېل کړي د ورځې په سر نزدې پينځه زره ملکي وګړي د جګړې له امله ووځي.

د داعش ډلې دوه کاله موصل په خپل واک کې ساتلی، خو د امریکایي ځواکونو په مرستې او ملاتړ عراقي پوځ د داعش په ضد عمليات پېل کړي چې لا دوام لري.