سرشمېرنه ولې او څومره مهمه ده؟

اکستان کې وروستۍ سرشمېرنه په ۱۹۹۸م کې شوې وه، دې ځل له په سرشمېرنه کې په وړومبي ځل د نرښځو شمار هم کیږي.

د خېبرپښتونخوا صوبې د سرشمېرنې د محکمې مشر ممتازخان وايي، په ملک کې د سرشمېرنې عمل ډېر ضروري دی او بايد څوک هم په دې عمل کې د اندراج نه پاتې نشي.

د اندراج طريقه

ډیوه ريډیو سره په خبرو کې نوموړي د سرشمېرنې د پوره عمل تفصيل ویلی چې د سرشمېرنې په عمل کې اندراج کول ډېر اسان دي يو ساده شان فارم دی په هغې کې د کورنۍ د ټولو غړو نومونه ليکل دي.

هغه وويل د اندراج دپاره د شناختي کارډ نمبر پکار دی ضروري نه ده چې د هر چا شناختي کارډ موجود وي، بل دا چې په فارم کې اندراج ضروري دی عمر که هر څومره وليکل شي په خصوصي توګه د ماشومانو په عمر ليکلو کې داسې څه خبره نشته چې د اسکول په داخله يا بې فارم جوړولو کې به ورته بيا دغه ليکلی مسله جوړوي.

د ممتازخان په وينا که چرته څوک په وړومبي ځل د اندراج نه پاتې شي نو ټيمونه به ورپسې بیا ګرځي او اندراج به يې کوي، ولې بايد خلک په خپله هڅه وکړي چې څوک پاتې نشي.

د قبايلي سیمو او په خصوصي توګه افغانستان سره د ډېورنډ کرښې ته نزدې پرتو علاقو کې استوګن خلکو په اړوند نوموړي وويل د اندراج په وخت کې چې څوک هم په کورونو کې موجود وي د ټولو به اندراج کولی شي.

د ممتازخان تفصيلي خبرې دلته اورېدی شئ،

Your browser doesn’t support HTML5

ممتازخان د سرشمېرنې محکمې ډائريکټر

د سرشمېرنې اهميت

د پښتونخوا اولسي تحريک فعاله غړی ډاکټر سېدعالم مسحود وايي، په سرشمېرنه کې اندراج کول د زېږون نه تر مرګه پورې په ټول ژوند کې د پرمختګ د کارونو او ډوډۍ دپاره ضروري عمل دی په دې شمار په ملک کې وسائل وېشل کيږي ځکه پکار ده چې په دې کې د ټولو انسانانو اندراج وشي.

ډيوه ريډيو سره په خبرو کې نوموړي وويل دوي په دې سرشمېرنه تحفظات لري، هغه وويل په سرشمېرنه کې ويل شوي چې څوک چرته دي هلته به يې اندراج کيږي، هغه وايي پښتانه او په خصوصي توګه د قبايلي سیمو سره تعلق لرونکي په سيمه کې د بدامنۍ له کبله کډوال شوي پنجاب او کراچۍ کې ژوند کوي.

هغه وويل دوي به په دغه اړوند د صوبې د حکومت او سرشمېرنې د محکمې سره ويني که څوک هر ځای وي بايد اندراج يې د شناختي کارډ د مستقل پتې په بنياد خپلو علاقو کې وشي او پښتانه بيا کم ښکاره نه کړی شي.

ښاغلي محسود وويل بايد سیاسي ډلې، مدني فعالان او استازان خلک د سرشمېرنې په اهميت خبر کړې دې او په خصوصي توګه د جماتونو نه د دې دپاره اعلانونه وشي.

د سېدعالم محسود ډيوه ریډيو سره خبرې دلته اورېدي شئ،

Your browser doesn’t support HTML5

سيدعالم محسود غړی پښتونخوا اولسي تحريک

عوامي نيشنل ګوند:

د عوامي نيشنل ګوند مرکزي جنرال سيکرټري ميا افتخارحسېن وايي پښتانه له دې وړاندې په ترسره شوؤ سرشمېرنو کې کم ښودل شوي دي، دې ځل له دوي د وړاندې نه د ګوند په هر ډول غونډو کې دغه خبره بيا بيا ورياده کړې چې خلک خبر کړی شي چې ټول اندراج وکړي.

د مياافتخار ډيوه ريډيو سره خبرې دلته اورېدی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

مياافتخارحسېن جنرل سکرټري ای اېن پي

پښتونخواملي عوامي پارټي:

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سندهـ څانګې مرستيال مشر سکندرخان يوسفزی وايي ګوند يې دغه کار ډېر مهم بلي، ځکه د دوي ګوند هم د تېرې يوې مياشتې راهسې په ټول ملک کې دغه کمپائن پېل کړی چې نه يواځې د پارټۍ خلک بلکې عام اولس په دې خبر کړي چې څوک هم د اندراج نه پاتې نشي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سرشمېرنې په عمل کې د خلکو د خبرداري دپاره څه کوي،

د سکندريوسفزي ډيوه ريډيو سره خبرې دلته اورېدی شئ.

Your browser doesn’t support HTML5

سکندرخان يوسفزی پښتونخوا مېپ

پاکستان کې شپږمه سرشمېرنه د شورو/چارشنبې د ورځې نه پېل کیږي چې لپاره يې تيارۍ سر ته رسیدلي دي.

د چارواکو په وينا سرشمیرنه به په دوه پړاوونو کې ترسره شي چې وړومبۍ يې د ۱۵م مارچ نه تر ۱۵م اپرېل پورې او دوېم پړاو به د ۱۵م اپرېل نه تر ۲۵م مۍ پورې سر ته ورسي.

پاکستان کې وروستۍ سرشمېرنه په ۱۹۹۸م کې شوې وه، دې ځل له په سرشمېرنه کې په وړومبي ځل د نرښځو شمار هم کیږي.