افغانستان کې به روان کال داعش ته ماتې ورکړو، امريکايي پوځ

نېټو او افغان حکومت وايي په وروستيو مياشتو کې ترسره شوؤ پوځي عملياتو د تُندلارو زور کم او په افغانستان کې اوس د دوي شمېره د زرګونو نه زرو ته راغلې او د لسو صوبو نه پينځه ؤ ته راکم کړی شوي دي.

افغانستان کې امريکايي ځواکونو د تُندروه ډلې داعش په ضد عملیات د پاکستان او افغانستان تر پولې غځولي او ځواکونه ژمن دي چې په روان کال کې به داعش ته ماتې ورکړي.

دغه خبره په افغانستان کې د قاطع ماموریت ملاتړ وياند د امريکا د نيوي کېپټن بل سالوون د کابل په مرکز کې د وایس اف امريکا افغان سروس سره په خبرو کې کړې ده.

هغه ويلي "په ۲۰۱۷م کال کې زمونږ هدف داعش خراسان ته په افغانستان کې ماتې ورکول دي".

داعش خپل سره جوړه کړې خراسان صوبه کې د افغانستان او پاکستان په پوله په غرئيزو سیمو کې شتون لري هلته ځان سره خلک ملګري کوي او افغانستان کې يې بريدونه هم سېوا کړي دي.

د افغانستان نه چاپېره تر منځنۍ اسیا او فارس پورې علاقه په تاريخې حواله خراسان ياديږي.

نېټو او افغان حکومت وايي په وروستيو مياشتو کې ترسره شوؤ پوځي عملياتو د تُندلارو زور کم او په افغانستان کې اوس د دوي شمېره د زرګونو نه زرو ته راغلې او د لسو صوبو نه پينځه ؤ ته راکم کړی شوي دي.

سالوون ویلي، "په ۲۰۱۶م کال کې د ننګرهار په سویلي ۱۲ ضلعو کې د داعش د وسله والو شمېر ۳۰۰۰ وو، او اوس د دوي په خيال ۶۰۰ دي او يواځې په دوه يا درې ضلعو کې شتون لري".

په افغانستان کې لوړ پوړي امریکايي کمانډر جنرال نکولسن د سېنېټ د وسله والو خدمتونو کمېټۍ ته ويلي، باوجود د دې چې په افغانستان کې د داعش زور کم کړی شوی ، "دغه ډلې په کابل او ملک په نورو برخو کې بيا هم بريدونه کړي دي".

داعش د روانې مياشتې په ۸م نېټه د کابل په پوځي روغتون د بريد زمه واري قبوله کړې په دغه بريد کې ۳۱ کسان وژل شوي وو.

څيړونکي وايي امریکايي او افغان ځواکونه لږ ډېر خو شبينه ښکاري کله چې دوي په افغانستان کې د داعش د خورېدو او اثر په اړونه خبره کوي.

افغانستان کې دا وخت نزدې ۸۴۰۰ امریکايي پوځي عسکر شتون لري او دوي د داعش په ضد عمليات او افغان ځواکونو روزنه کوي.

امریکايي جنګي الوتکې او افغان ځواکونو په معمول کې د ترهګرۍ په ضد عملياتو کې برخه اخلي.

د امریکايي پوځي وياند ترمخه ځواکونه یې د دوه لارو د داعش په ضد جنګيږي.

"يو امریکايي ځواکونه د ترهګرۍ ضد د ازادۍ په نوم او داعش په ضد په خپل سر عملیات کوي، او دويم دوي د افغان ځانګړو ځواکونو سره په ګډه د داعش په ضد عملياتو کې برخه اخلي".

سالوون ویلي تېره مياشت يې د داعش په ضد غټې برياوې ترلاسه کړي دي.

افغانستان په وروستيو کې د امريکا او نورو هېوادونو لخوا د داعش په ضد جګړه کې د پوځي مرستو سېوا کولو هرکلی کړی دی.

د افغانستان خارجه وزير صلاح الدین رباني چې د چهارشنبې په ورځ واشنګټن کې د داعش په ضد د نړیوالو هڅو زياتولو په موخه د ۶۸ هېوادونو په غونډه کې ګډون درلود ويلي يې دي، هيله مند دي چې د صدر ټرمپ انتظاميه به یې مرستې دوامداره وساتي.

رباني د امریکا خارجه وزير ريکس ټېلرسن سره غږېدلی چې څنګه افغانستان او پاکستان په پوله د داعش ضد عملياتو کې همکاري کولی شي.

راپورونه وايي افغانستان کې د داعش زياتره وسله وال د پاکستان د اورکزۍ ايجنسۍ سره تعلق لري او دوي د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډېورنډ په غاړو شتون لري.

د امریکا د خارجه وزارت وياند مارک ټونر وي او ای ډيوه ته ویلي، "په پوله د دغه ډول ستونزو د مخې نيولو دپاره د افغانستان او پاکستان کلکې همکارۍ ته اړتيا لري".

د امریکايي پوځ وياند سالوون وړاندوينه کړې چې افغان ځواکونه به د داعش په ضد جګړه ګټي.