تُندروه ډلې داعش ادعا کړې چې په ختيځ افغانستان کې يې د سيالو طالبانو نه ناقراره ولسوالي (ضلع) نيولې ده.
شام کې فعالې ډلې په يو بيان کې چې د خپلې خبري ادارې اعماق نه يې خپور کړی پکې ويلي دي چې د ننګرهار ولايت د چپرهار ولسوالۍ دپاره يې د شپې عمليات کړي او لس طالب جنګيالي يې وژلي دي.
بيان کې ويل شوي د تېښتې په مهال يې د دښمن درې جنګيالي نيولي او په جګړه کې د دواړو خواؤ نه درنه او سپکه وسله کارول شوې ده.
طالبانو تراوسه پورې د جګړې په اړه څه نه دي ويلي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياڼي د سيالو وسله والو ترمنځ د نښتو پخلی کړی دی.
هغه ويلي جګړه کې ۲۱ طالب او اووه د داعش جنګيالي وژل شوي دي، او زياته کړې يې ده عام ملکي وګړي هم د جګړې ښکار شوي درې ملکي وګړي پکې وژل شوي او پينځه نور ژوبل شوي دي.
بل لور ته طالبانو او داعش دواړو ويلي چې د دوشنبې/ ګل په ورځ يې د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د امريکايي پوځ په کاروان ځانمرګی موټري بريد کړی دی.
دواړو ډلو په بريد کې د اړولي زيان په اړه يو شان بيان جاري کړی دی او د شپږو امريکايي عسکر د وژل کېدو ادعا يې کړی وه.
امريکايي پوځ په اچين ولسوالۍ کې په کاروان د بريد پخلی کړی او ویلي يې دي کوم زيان پکې نه دی اوختی.
امريکايي نېوي کېپټن بِل سېلوين وي او ای ته ویلي، "مونږ پخلی کولی شو چې د ننګرهار په اچين کې د اتحادي ځواکونو په کاروان بريد شوی يو ګاډي ته پکې زيان اوختی ولې کومه مرګ ژوبله پکې نه ده اوړېدلې".
اچين کې تېره اوونۍ د افغان ځانګړو ځواکونو سره د ګډو عملياتو په مهال دوه امریکايي سرتيري وژل شوي وو.
پېنټاګون ويلي د غرئيزې ولسوالۍ په مهمند سيمه کې يې د درېو ساعتونو په عملياتو کې يې د داعش يو مشکوک مشر عبدالحسيب سره د ۳۵ جنګيالو وژلی ؤ.
د امريکا او افغان ځواکونو د لاسه د داعش د مشر د وژل کېدو د لاس ته راوړنې باوجود هم ځينې پوښتنې پاتې دي.
د داعش مرکز د هغه ځای نه په دوه کلوميټره کې دی چرته چې د داعش په غارونو او څمڅو باندې امریکايي ځواکونو تر ټولو غټ غېر ايټمي بم کارولی ؤ. امریکايي چارواکو ويلي په بمي بريد کې د داعش ۹۲ جنګيالي وژل شوي ولې په سيمه کې اوس هم ۸۰۰ وسله وال شتون لري.
افغانستان کې د امریکايي ځواکونو مشر جنرال جان نکولسن هغه وخت ويلي ؤ دا د هدف په ضد سمه وسله ده.