د امريکا صدر ډونلډټرمپ د سه شنبې/نهې په ورځ د خپل روسي سيال ولاديمير پيوټن سره په ټيليفون خبرې کړي دي.
تېره مياشت د شام د دولتي ځواکونو په ملکي وګړو د کيميايي بريدونو په غبرګون کې امریکا د شام په هوايي اډه د کروز ميزايلو بريد کړی او روس يې غندنه کړې وه، د هغې وروستو د دواړو مشرانو دا لمړۍ ټيليفوني خبرې شوي دي.
د سپينې ماڼۍ ترمخه دواړو مشرانو په شام کې د کورنو جګړو او شمالي کوريا په اړه خبرې اترې کړي دي.
د روس رسنيو د کرېملن د چارواکو له قوله ويلي چې په ټيليفون رغنده خبرې شوي دي.
کرېملن ويلي دواړه مشران په دې موافقه کړې چې خپل خارجه وزيران د روس سرګۍ لاروف او امریکا رېکس ټېلرسن دې د شام د شپږ کلنۍ شخړه د اوربند دپاره د خبرو اترو د لړۍ تابیا وکړي.
سپينې ماڼۍ ويلي، "صدر ټرمپ او صدر پيوټن موافقه شوي چې د شام حالات ډېر خراب شوي او ټول فريقېن دې د تشدد د ختمولو دپاره چې څه اقدامات کولی شي ودې کړي".
په شام کې په اوربند د خبرو دپاره د قازقستان پلازمينه آستانه کې د چهارشنبې/ شورو په ورځ روس د خبرو تابيا کړې ده، چې پکې د امریکا، ايران او ترکي استازي هم ګډون کوي.
له دې وړاندې د مخکني صدر اوباما د انتظاميې په وخت کې د امریکا او روس په مشرۍ شوې خبرې کومې پايلې ته په رسېدو کې پاتې راغلې وې.
په ټيليفوني خبرو کې ټرمپ او پيوټن په شام کې د "بشري خواخوږۍ په اساس د امدادي کارونو او تل پاتې امن دپاره د خوندي سيمو" په جوړولو هم خبرې کړي دي.
د نومبر په مياشت کې د ټرمپ د صدر جوړېدو وروستو دا درېم ځل دی چې د دواړو مشرانو ترمنځ خبرې کيږي.
له دې وړاندې د روس په سينټ پيټرزبرګ ښار کې د ترهګر بريد په موقع او د جنورۍپه مياشت کې د ټرمپ د صدارتي چوکۍ سمبالولو وروستو دواړو په ټيليفون خبرې کړې وې.