اشرف غني:دښمن دې زمونږ دماتولو خوب له سره وباسي

شرف غني وویل د تېرو دوه نیمو کالو په پرتله زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مراتبو قوي شوي دي

دافغانستان اولسمشر ښاغلي اشرف غني ویلي دافغانستان دښمن دې نور زمونږ دماتولو خوب له سره وباسي ځکه چې اوس دافغانستان ملي ځواکونه پیاوړی شوي اؤ زر ده چې دښمن مو پخپله له ماتې سره مخ شي.

تیره شپه کابل کې امنیتي اؤ دفاعي چارواکو ته وینا کې اشرف غني نه ده په ډاګه کړې چې دښمن نه یې مراد څوک دي ؟

خو هغه له دې وړاندې څو ځله پاکستان افغانستان کې په لاسوهنه تور کړی اؤ ویلي یې دي اسلام اباد په کابل نااعلانه جګړه تپلې ده.

د شبنې په ورځ د افغانستان د صدارتي ماڼۍ نه جاري شوي یو بیان کې ویل شوي په دغه لیدنه کې افغان امنیتي اؤ دفاعي ځواکونو اولسمشر ته ډاډ ورکړی چې دښمن سره مبارزې او د هغوی نابودولو ته ژمن دي اؤ کولی شي چې دخپل اولس په ملاتړ دښمن ته ماتې ورکړي .

اشرف غني وویل د تېرو دوه نیمو کالو په پرتله زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مراتبو قوي شوي دي او د افغانستان دښمنان هم په دې پوهه شوي دي.

“دښمن مو په بېلابېلو برخو کې د زړورو امنیتي او دفاعي ځواکو له خوا په نخښه شوي دي، همدارنګه به ماتې سره مخ شي او هغوی دې زموږ د ماتولو خوب له سره وباسي”

اشرف غني څرګنده کړه د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونو څخه د خلکو اوسني ملاتړ په تېرو سلو کالو کې سابقه نه درلوده،

بیان وایي اولسمشر اشرف غني په دغه لیدنه کې پوځ اؤ پولیسو ته ډاډ ورکړی چې دافغانستان خلک او دولت مو په ټول توان سره تر څنګ ولاړ دي اؤ د جګړې په ډګر کې ستاسو بریالیتوب د جګړې بڼه بدله کړې ده،.

اولسمشر غني داهم وویل چې دښمن مو دوه موخې لرلي چې یو نظام ته زیان رسول او بل د خاورې وېشل وؤ اؤ دغه ناوړه پلانونه یې افغان ځواکونو شنډ کړي دي.

خو نوموړی وایي“ دا مهال زموږ د ملت او ملي وحدت پر ضد فعال جنګ روان دی، ځکه د افغانستان دښمنانو د جګړې په ډګر کې ماته خوړلې ده، اوس غواړي جنګ د خلکو منځ ته راوړي او عامه روحیه کمزوري کړي”

هغه ټینګار وکړو چې د کابل سراسري امنیتي پلان جوړ شوی دی او ژر به په یوې لویې ولسي اجماع کې پرې بحث وشي تر څو اوسنۍ امنیتي ننګونې حل شي .

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د امنیت وضع زیاته خرابه شوې ده اؤ دتیرې یوې میاشتې په مهال ددغه هیواد په پلازمینه کابل اؤ بیلابیلو ولایتونو کې په بمي چاودنو اؤ بریدونو. کې په سوؤنو عام وګړي ، پوځیان اؤ پولیس وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي.

په ۳۱ مئ کابل کې په یوه درنه بمي چاودنه کې د۱۵۰څخه زیات کسان وژل شوي اؤ خواوشا۴۵۰ نور ژوبل شوي وؤ.

دافغانستان د استخباراتو ملي ادارې تور لګولی ؤ چې دغه برید دحقاني ډلې طالب جنګیالو کړی اؤ پلان یې د ایي ایس ایي په مرسته پاکستان کې جوړ شوی ؤ خو اسلام اباد دکابل دغه تورونه رد کړي دي.

د جمعې په ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه هم دافغانستان له نوم اخستو پرته پوځیانو ته خپله وینا کې ویلي وؤ چې د خپل مسولیت څخه په سترګو پټولو اؤ په نورو د تورو لګولو له لارې ترهګرۍ ته ماتې نه شي ورکړی کیدی.

خو درې ورځې وړاندې د امریکا په کانګریس کې د ریپلکن ګوند دوؤ سنیټرانو ډانا روباچر اؤ ټیډپو پاکستان د ترهګرو لویې سرپرست هیواد بللی ؤ اؤ دامریکایي حکومت نه یې غوښتي وؤ چې دغه هیواد سره باید خپلې مرستې ختمې کړي.

امریکایي سناتورانو تور لګولی ؤ چې پاکستان ته کومې پیسې امریکا دترهګرۍ ختمولو دپاره ورکوي دغه هیواد هم په دغو پیسو افغانستان کې په طالبانو دترهګرۍ بازار تود ساتي.

خو پاکستان د کابل اؤ واشنګټن ددغو تورونو برعکس دریځ لري چې افغانستان کې د سولې اؤ امن پلوي دی اؤ دترهګرۍ په ضد جګړه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړي دي