راحيل شريف په شخصي حيثيت داسلامي ملکونو دپوځي اتحادمشري قبوله کړې، سرتاج عزيز

سعودي عرب ته د تګ فېصله د پاکستان د دولت نه وه بلکې راحيل شريف په شخصي حیثيت دغه زمه واري قبوله کړې ده.

د وزيراعظم نوازشريف د بهرنو چارو سلاکار سرتاج عزيز ويلي، د پوځ پخوانی سرلښکر جنرال راحيل شريف په شخصي حيثيت د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي ملکونو د پوځي اتحاد مشري قبوله کړې ده.

سرتاج عزيز د سېنېټ د بهرنو چارو قائمه کمېټۍ ته د راحيل شريف ، سعودي عرب او قطر ترمنځ کړکېچ او عرب هېوادونو د روانو لانجو احوال وړاندې کړی او د پاکستان دريځ يې ورته ویلی دی.

کمېټۍ ویلي پاکستان دې د سعودي عرب او قطر ترمنځ کړکېچ او عرب هېوادونو په لانجو کې بې طرفه پاتې شي.

پارليمان کې د مخالفه ګوند پيپلزپارټۍ سېنېټر کريم خواجه چې د بهرنو چارو د کمېټۍ غړی دی وايي په غونډه کې يې غوښتي دي چې راحيل شريف دې بيرته پاکستان ته راوستی شي.

کريم خواجه ډيوه ريډيو سره په خبرو کې ویلي د غونډې ډېر تفصيل نشي ويلی خو دومره يې ويلي دي چې غونډې د خليجي هېوادونو ترمنځ لانجو کې د پاکستان کردار او راحيل شريف په زمه وارو اندېښنه څرګنده کړې ده،

"په دې حواله مونږ ويلي چې راحيل شريف ته پکار ده په رضاکارانه توګه پاکستان ته واپس راشي ځکه چې د ۴۱ هېوادونو د اتحاد اثر به د پاکستان دپاره ښه نه وي ځکه چې د دې نه به قام وويشل شي".

د کمېټۍ غونډه کې د راحیل شریف سعودي عرب ته تګ په اړوند بحث کې سرتاج عزيز ويلي دغه فېصله د پاکستان د دولت نه وه بلکې راحيل شريف په شخصي حیثيت دغه زمه واري قبوله کړې ده.

خو له دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف پارليمان ته ویلي راحیل شريف ته د پاکستان دولت د سعودی په مشرۍ د پوځي اتحاد د مشرۍ کولو اجازه ورکړې ده.

د سعودي عرب په مشرۍ د اسلامي هېوادونو پوځي اتحاد کې به د پاکستان کردار څه وي؟ پارليمان کې بيا بيا دغه غوښتنې ته حکومت تراوسه ځواب نه دی ویلی.

سرتاج عزيز د بهرنو چارو قائمه کمېټۍ ته باور ورکړی پاکستان به د پارليمان د هغه قرارداد په رڼا کې د سعودي عرب او قطرترمنځ کړکېچ او خليجي ملکونو په لانجو کې بې طرفه پاتې کيږي، کوم چې د سعودي او يمن ترمنځ شخړه کې پارليمان منظور کړی ؤ.