خیبرایجنسۍ کې جرګې۱۳ کلنه ماشومه نغمه دغیرت په نوم وژلې

چارواکی وایي دغه دیارلس کلنه ماشومه خاصه دار عسکرو ته په لاس ورغلې وه اؤ بیا د انتظامیې لخوا ځایي جرګې ته وسپارل شوه.

دافغانستان سره په پوله د پرتې پاکستاني قبائیلي سیمې په لنډیکوتل تحصیل کې یوه دیارلس کلنه ماشومه جینۍ د جرګې په حکم د غیرت په نوم وژل شوې ده.

د پولټیکل انتظامیې چارواکو وائس اف امریکه ډیوه راډیو ته دنوم نه ښودلو په شرط ددغه پیښې پخلی کړی اؤ وایي چې د جینۍ په وژنه کې ککړ کسان یې نیولي دي.

د جمعې په ورځ د پولټیکل انتظامیې یو لوړ پوړي چارواکي ډیوه راډیو ته د پيښې د جذئیاتو بیانولو په وخت وویل د نغمې په نوم دغه دیارلس کلنه جینۍ دوؤ هلکانو تښتوله خو بیا یې له ویرې په لاره کې پریښې وه .

چارواکی وایي دغه دیارلس کلنه ماشومه خاصه دار عسکرو ته په لاس ورغلې وه اؤ بیا د انتظامیې لخوا ځایي جرګې ته وسپارل شوه.

خو سرچینې وایي چې وروستو جرګې د ځایي رواج له مخې ددغه جینۍ ماشومې د وژلو پریکړه صادر کړه اؤ نغمه په بې دردۍ سره ووژل شوه.

پولټیکل انتظامیه وایي چې د نغمې په تښتولو کې ککړ دوه هلکان تر اوسه بې درکه دي خو د سیمې څخه سرچینو ډیوه راډیو ته ویلي چې دغه هلکان هم د جرګې په ولقه کې دي اؤ کیدی شی جرګه ددغو هلکانو د وژلو حکم هم وکړي.

خو د انتظامیې چارواکي وایي چې د هلکانو د ژوند خوندي ساتلو دپاره به هر رقم هڅې کوي.

پولټیکل انتظامیې ویلي چې دغه جینۍ یې کومې جرګې ته سپارلې وه هغه کسان یې نیولي دي اؤ اوس چې کله جرګه په دغو نیول شوؤ کسانو پریکړه وکړي نو انتظامیه به ورته سزا واوروي.

د بشري حقونو دپاره کارکوونکې ثناء اعجاز وایي په قبائیلي سیمو کې د غیرت په نوم د وژلو پیښې ډیرې کمې ثبت کیږي.

هغې وویل د پښتنو میرمنو بدمرغي داده چې دمذهب اؤ کلتور په نوم ووژل شي خو څوک یې هډو پوښتنه ونه کړي.

ثناء اعجاز وایي که دا پيښه چرته پنجاب یا کراچۍ کې شوې وه نو نن به د ټولې پاکستاني میډیا د سر خبر همدغه وی خو چونکې دا یوه پښتنه میرمنه وژل شوې ده نو ځکه پرې قامي میډیا هم خاموش ده.

د بشري حقونو دسازمان هیومن رائټس واچ د کال ۲۰۱۶م له مخې پاکستان کې ۱۰۰۰میرمنې په یو کال کې د غیرت په نوم وژل شوي

خو دقبائیلي سیمو دپاره د بشري حقونو د سازمان مشر زرعلي اپریدی وایي چې په قبائیلي سیمو کې د غیرت په نوم د وژنو کچه ټیټه ده اؤ دا ځکه چې دغلته د ایف سي ار قانون دموجودیت، جګړو ، روایاتو اؤ دمیډیا نه لاس رسي له امله اکثره ددغسې پيښو رپورټونه نه ثبت کیږي.