جان مکین : افغانستان کې له ګټې وروستو طالبانو سره خبرې پکار دي

دافغانستان د سفر څخه وړاندې دغه امریکايي ډلې دپاکستان د پاکستان د قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان څخه هم لیدنه کړې وه

د امریکا د ازادۍ د ورځې نمانځلو دپاره نن د سه شنبې په ورځ دامریکایي سناتور جان مکين په مشرۍ دامريکايي کانګريس يو پلاوي دکابل سفر کړى اؤ افغانستان کې يې په شپاړس کلنې جګړې خبرو اترو لپاره افغان حکومتي او عسکري مشرانو سره ليدنه کړې ده.

امریکايي هیئت د کابل دغه سفر په داسې حال کې کړی چې په نزدې ورځو کې دافغانستان دامنیت وضعه په چټکیا سره د خرابۍ په لوري روانه شوې ده.

افغان چاروکي پخپل هیواد کې د جګړو اؤ ناقرارۍ دغه تور په پاکستان لګوي اؤ وایي چې د پاکستان د استخباراتي شبکې ایي ایس ایي په مرسته طالبانو اؤ دحقاني شبکې جنګیالو په افغانستان کې جګړو اؤ بد امنۍ ته دوام ورکړی دی.

ددغو ليدنو څخه وروستو د امریکایي کانګریس دعسکري خدماتو دکميټې مشر ښاغلي جان مکین خبريالانو ته وويل په افغانستان کې دګټې لپاره امريکا يوې نوې ستراتيژۍ ته اړتيا لري .

دهغه په وینا ” په ځمکه ترټولو قوي قام بايد ددې جوګه وي چې دغه شخړه وګټي“ا

د زمکې پسر تر ټولو د قوي قام اشاره د ښاغلي جان مکین د امریکا لوري ته وه اؤ امریکایې چارواکي د تیرې یوې لسیزې راهسې په پاکستان تورونه لګوي چې دغه هیواد افغانستان کې د جګړې سوب دی.

دافغانستان د سفر څخه وړاندې دغه امریکايي ډلې دپاکستان د پاکستان د قبائیلي سیمې شمالي وزیرستان څخه هم لیدنه کړې وه .

مطبوعاتي راپورونه وایي چې دپاکستان په سفر تللي دغه لوړ پوړي امریکايي هئیت ته دپاکستان پوځي اؤ حکومتي چارواکو باور ورکړی چې دخپلې خاورې څخه یې د ترهګرو ځالې له مینځه وړي دي.

دمطبوعاتي کانفرنس په مهال ښاغلي مکين وويل” د تیرو وختونو کړنو هیځ ګټې نه دي ورکړي.

جان مکین ویل طالبان تر هغې مذاکراتو ته نه راګرځي ترڅو چې هغوي دا فکر ونه کړي چې بايلات کوي.

د امریکایي سناتور وینا وه چې ” مونږ ته دګټې او دجګړې په ميدان کې دفايدې اړتيا ده او له هغې وروستو بايد دشخړې هواري لپاره طالبانو سره سنجيده مذاکرات وشي

د اسلام اباد اؤ کابل په سفر تللي د امریکایي کانګریس د غړو په سفر کې سناتور ټیډپو هم شامل دی چې د اپریل په میاشت کې یې امریکايي کانګریس نه غوښتنه کړې چې باید پاکستان دترهګرۍ پالونکی هیواد وګرځوي.

دغه امریکايي سناتور امریکا ته پخپله وړاندې کړل شوې یوه قانوني مسوده کې ویلي وؤ چې پاکستان د امریکا څخه کومې پیسې د ترهګرۍ د ختمولو په نوم اخلي په هم هاغو پیسو د ترهګرو پالنه کوي .

خو پاکستان دغه تورونه رد کړي اؤ وایي چې په سیمه کې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره تر ټول زیاتې قربانۍ دغه هیواد ورکړي دي