د دوستم ضد پلټنو کې دې قانون او انصاف سرلوړی وساتل شي، امریکا

رشيددوستم د ازبک نسل سره تعلق لري او هغه يو جنګيالی سردار هم دی.

امریکا په افغان حکومت ټينګار کړی چې افغان وړومبي مرستيال صدر رشيد دوستم باندې د جنسي تيري او تشدد د تورونو د پلټنو په لړ کې دې د انصاف او قانون سرلوړي په پام کې وساتي.

د وړومبي مرستيال صدر رشيد دوستم او د هغه د ځينې ملېشې سرتيرو نه د څو میاشتو راهسې دا تحقيقات کيږي چې هغو په يو سياسي مخالف جنسي تشدد کړی ؤ.

رشيددوستم د ازبک نسل سره تعلق لري او هغه يو جنګيالی سردار هم دی.

۶۳ کلن دوستم د مئي په مياشت کې ترکي ته تلی او ويلي يې ؤ علاج له ځي.

د هغه د ملک نه وتلو وروستو داسې تورونه لګېدل پېل شوي چې هغه د قضيې نه بچ کېدو دپاره د افغان صدر اشرف غني سره پټ تړون شوی دی.

د افغانستان دپاره د امریکا موقتي سفير هوګو لارنس د سه شنبې په ورځ کابل کې ويلي د دوستم په ضد سخت تورونه دي او د افغانستان نظام انصاف ته به د دې ژورجاج اخستل وي.

تېر کال پخواني ګورنر احمدايشچي په ملي ټيلي ويژن يوه مرکه کې تور لګولی ؤ چې د دوستم ملېشې هغه نيولی د وسلې په زور يې پرې جنسي تشدد کړی او د دغسې کولو امر دوستم کړی ؤ.

دوستم دغه تورونه رد کړي او سياسي يې ورته ويلي ؤ هغه د پلټنو کوونکو سره د مرستې نه انکار کړی ؤ، خو په دغه پېښه په هېواد کې دننه او بهر د شور څخه په صدر اشرف غني فشار سېوا شوی چې دوستم د انصاف کټهرې ته راولي.

امریکايي سفير ويلي دې معاملې ته به سياسي رنګ ورکول د نسلي کړکېچ او قانون د واکمنۍ دپاره زيانمن وي او د دې نه به د افغانستان د سولې او ثبات هڅو ته هم زيان ورسي.

د امریکايي سفير اشاره د جماعت اسلامي، حزب وحدت اسلامي او دوستم جنبش ملي ډلې پله وه.

د دې سياسي اتحاد اعلان د دې مياشتې په سر کې د ترکي سره شوی ؤ او د هغو لخوا د اصلاحاتو په اړوند يو فهرست اشرف غني ته ورکړی شوی ؤ.

په دوستم نقد کوونکي وايي د دې فهرست مقصد د افغانستان د ملي يو والي په حکومت فشار اچول دي چې د احمدايشچي د تورونو پلټنې ودروي.

اتحاد کې د شاملو نور ډلو مشران په مهمو حکومتي چوکو ناست دي.

افغان صدر اشرف غني وايي د دوستم په ضد پلټنو کې په بشپړ ډول بې پلوه دی.

هغه ويلي مرستيال صدر د څارنوال په اجازه د ملک نه بهر تلی دی ځکه چې قانون څوک د علاج په غرض د ملک څخه بهر تلو نه نشي ودرولی او دوستم ناروغه ؤ.