افغان نجونو په امريکا کې د روبوټونو جوړولو په نړيوالو سياليو کې د سپینو زرو مډال ګټلى دى.
دغه درې ورځنۍ سیالۍ دسه شنبې په ورځ د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې پاى ته ورسېدې چې پکې د ١٦٢ ملکونو زده کونکو برخه اخیستې وه،
په دغو سیالیو کې د هیوادونو لکه سوریې، مصر، یمن او عراق ټیمونه هم شامل و خو زیات پام پکې د افغانستان لوبډلې ته ګرځیدلی ؤ.
دافغان جینکو لوبډلې ته دځانګړي پام ګرځیدو علت هغوې ته په لمړي سر کې دامریکا دسفر د ویزو نه ورکول وؤ خو وروستو د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ په سپارښتنه دافغانستان دغه شپږ کسیزې لوبډلې ته دامریکا ویزې ورکړل شوې وې.
د افغانستان دلوبډلې روباټ په دغو سیالیو کې په ٦٩ نمبر و ، خو د يوې تخنيکي ستونزې له امله ١٠٣ نمبر ته راښکته شوه.
د سیالیو ترتیبوونکو افغان لوبډلې ته دهغوي د جرئت او زړورتيا په برخه کې د سپینو زرو مډال ورکړو.
د دې سياليو په پاى کې د نړیوال بانک مشر جم يون کيم په خپله وینا کې له ټيکنالوجۍ سره د ځوانانو مينه وستايله او هغوى يې وهڅول چې په ټیکنالوجۍ کې پرمختګونو ته مخه کړي.
د افغان نجونو دلوبډلې غړې ليدا عزيزي امريکا غږ ته ويلي: "دا مهمه نه ده چې موږ يې وګټو، زموږ لپاره مهمه دا ده چې د خپل هېواد افغانستان نوم وځلوو. "
هغې وویل کله چې خپل هیوا د ته بیرته ستنې شو نو خپله ټیکنالوجې به نوره هم ښه کړو
دافغان لوبډلې یوې بلې غړې یاسمین یاسین زاده امریکا غږ ته ویلي چې هغې د دغې مسابقې نه ډیره زده کړه وکړه.
یاسمین زیاته کړه "ما دا هم زده کړل چې کله مشکل پیښ شي نو د ټیم په توگه کار څومره گټه لري. په دی برسیره په امریکا کې مې د سائنس او ټیکنالوجۍ په هکله معلومات ترلاسه کړل"
په دغې مسابقې کې د اوروپا ټیم د ۴۴٣ لمبرو په گټلو لومړې مقام گټلی د پولینډ ټیم دوهم او د اسرایل ټیم دریم لمبر راغلي دي.