پاکستاني سېنېټران وایي پوځ دې د خلکو نه په زوره ځمکې نه نیسي

دغه کميټۍ نن په خپل رپورټ کې په هوائي او ځمکني پوځ باندې د ځايي خلکو په لوې کچ د ځمکونيولو نه لاس اخستو غږ کړی دی.

د پاکستان د سېنېټ دفاعي چارو کمېټۍ ويلي د پوځ لخوا د کوټې خواؤ شا کې د ځايي خلکو نه د ځمکو په زوره نيول ناجائزه او د خپلو حدونو تجاوز دی. کميټۍ د دفاع وزارت باندې د خلکو د ځمکو ناجائزه قبضو نه لاس اخستو غږ کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د سېنېټرانو په پاملرنه د سېنېټ د دفاعي چارو قائمه کمېټۍ د دغه معاملې جاج اخستو د پاره درې کسيزه کميټي جوړه کړې وه، او دغه کميټۍ نن په خپل رپورټ کې په هوائي او ځمکني پوځ باندې د ځايي خلکو په لوې کچ د ځمکونيولو نه لاس اخستو غږ کړی دی.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سېنېټرانو تور لګولی چې هوايي ځواکونو د کوټې دراني،کاسي،ياسين زۍ او بازۍ قامونو په زرګونو اېکړه ځمکه په زوره نيولې ده او يا يي مالکان په خپلو ځمکو خرڅولو باندې مجبوره کړي دي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سېنېټران دا تور هم لګوي چې د دفاعي ادارو د کلي موسا،زبرګ او موسلاخ کې غټه ځمکه په زوره نيولې او خلکو ته يي د هغې معاوضې هم نه دي ورکړي.

د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ سنيټر اعظم موسا خيل ډيوه ريډيو ته وويلي د دويې کميټۍ نن د مرکزي حکومت د لارې دفاعي ادارو باندې غږ کړی چې د خلکو د ځمکو په زور اخستو نه دې لاس واخلي،

"په زور د چا ځمکه نه قبضه کيږي،که چا په خوشۍ ځمکه درکوله ښه ده کنه زور به د چا سره نه کوئ دويې ته به د دويې مرضې پېسې ورکوئ داچې کومې تاسو نيولي دي او دا ديوال برلن چې پرې تاسو جوړ کړے دے د دې به ورته پېسې ورکوئ او که نوره کومه ځمکه تاسو اخسته او دويې په خپله مرضۍ درکوله نو زمونږ اعتراض پرې نشته،تاسو د مزيد حالاتو خرابولو دپاره په خپلو کارونو کې زياتوب مه کوئ خپل کارونه قابو کړئ داسې مه کوئ چې خلک بيا غرونو ته لېږئ او مشکل به د پاکستان دپاره جوړوئ"

د کميټۍ تيرې غنډې ته د هوايي ځواک يو چارواکي ويلي چې دويې د کوټې سمنګلۍ،نوسال او موسلاخ علاقې د خپلو پيشه ورانه دندو د پاره کاروي او دا چې دا ځمکې هوائي ځواک په کال ۱۹۸۷ او کال ۲۰۰۸ کې باقاعده ټاکلې شوې طريقه کار د لاندې د صوبايي حکومت نه اخستي دي.

خو په صوبايي حکومت کې شامل پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ دريځ لري چې حکومت سره د دغو ځمکو خرڅولو هډو اختيار نشته او زياتوي چې د انګريز د دور راهسې او د پټوارخانو په حساب د دغوځمکو مالکان ځايي خلک دي.

په وروستيو کې دغې يادې کميټۍ حکومت ته سفارش کړی ؤ چې د پوځ د سېورې لاندې ادارې اېف سي لخوا د بلوچستان لورالائي علاقه کې ځايي خلکو ته امر شوی چې د خپلو کورونو ووځي امر دې بيرته واخستل شي.

د پاکستان پوځ د ملک تر ټولو لويه طاقتوره اداره ده او د پاکستان د بجټ ډېره برخه په ملکي دفاع خرچ کيږي او ورسره پوځ په غټه پېمانه کاروبار هم کوي.

تېر کال د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف سېنېټ ته ويلي ؤ چې پوځ د ۵۰ غټو کاروباري ادارو ملکيت لري، چې پکې زياتره ادارې د ځمکو د کاروبار او اوسېدو د کورونو منصوبې شاملې دي کومې چې د هېواد په هر لويې او وړوکې ښار کې موجودې دي.

دغه ډول پوځ د تېلو، سيمټو او د پئيو (شاودو) په کاروبار کې هم سرمايه کاري کړې ده.