کراچۍ: د ټرېفک پوليس افسر او ساتونکی يې په ډزو وژل شوي

له دې وړاندې هم په کراچۍ کې د ټرېفک پوليس په هدف کړی شوي دي.

د پاکستان غټ صنعتي ښار کراچۍ کې نامالومو وسله والو د ټرېفک پوليس ډي اېس پي او د هغه ساتونکی پوليس ډرائيور په ډزو وژلي دي.

پوليس وايي ډي اېس پي حنيف په پوليس ګاډي کې ډیوټي له روان ؤ او د ښار عزیزاباد سيمه کې وسله والو په هدف کړی دی.

د ښار د پوليس مشر اډيشنل آئي جي غلام قادرتهېبو وايي دا کره خبره نه ده خو عېني شاهدين وايي چې په يو يا دوه موټرسائيکلو وسله والو راغلي او پوليس يې په هدف کړي دي.

په سمدستي ډول چا د پېښې زمه واري نه ده قبوله کړې ده.

پوليس ويلي د ډزو د موقعې نه يې د نائن اېم اېم تماچې د کارتوسو ۱۸ تش خولونه ترلاسه کړي او د پېښې پلټنې يې پېل کړي دي.

له دې وړاندې هم په کراچۍ کې د ټرېفک پوليس په هدف کړی شوي دي.

خو تازه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې چې په کراچۍ کې د چهارشنبې په ورځ د سي ټي ډي پوليس په يوه دينې مدرسه چهاپه وهلې او د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د اووه غړو د نيولو ادعا يې کړې وه.

او د دوشنبې په ورځ د سي ټي ډي چارواکو په ښار کې د درې مشکوک ترهګرو د وژنې او څلورو د نيولو ويلي ؤ.