کوزدير: چاؤدنه کې د امن کمېټۍ غړي په ګډون څلور تنه ژوبل

په دير کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي او د ترهګرۍ ويره اوس موجوده ده.

د خېبرپښتونخوا د کوز دير په مېدان علاقه کې په يو ګاډي شوې بمي چاؤدنه کې د ځايي امن کمېټۍ د غړي او يوې ښځې په ګډون څلور تنه ژوبل شوي دي.

د کوز دیر ضلعې چارواکو منلې چې په ګاډي کې ژوبل شوو کسانو کې يو د ځايي امن کمېټۍ غړی هم شامل دی.

يو چاراکي د نوم نه څرګندولو په سر ډيوه ريډيو سره خبرو کې وویل، دا لا کره نه ده چې د چاؤدنې هدف د امن کمېټۍ غړی ؤ که نه ؤ، خو په ګاډي کې هغه سور ؤ.

هغه زياته کړه په دير کې وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته کيږي او د ترهګرۍ ويره اوس موجوده ده.

د عوامي نيشنل ګوند د کوز دير عمومي سکېتر عتيق خان ويلي، دغه ګاډی چې د چاؤدنې ښکار شوی دا د امن لښکر د غړي دی خو د چاؤدنې په وخت پکې د ګوند غړي سواره ؤ او د لښکر غړی پکې نه ؤ.

هغه وويل په وروستيو کې په سيمه کې د پرله پسې بدامنۍ د پېښو رامنځته کېدو نه د علاقې په خلکو کې ويره ترخه خوره شوې ده.

دغه ګاډی چې د چاؤدنې ښکار شوی د خروکۍ نومې کلي نه د کوز دير مرکز تېمرګرې ته روان ؤ او د ريموټ کنټرول د لارې پرې بم ډزول شوی دی.

د چارواکو په وېنا ژوبل شوي کسان روغتون ته منتقل کړی شوي او روغتيايي حالت ښه دی.

کوز دير کې د تېرې چهارشنبې په ورځ هم يو نښته کې د پوځ د يو افسر په ګډون څلور سرتيري وژل شوي وو.

د پوځي بيان ترمخه په دغه پېښه کې يو ځانمرګي په سرتېرو ځان الوځولی او بل په نښته کې وژل شوی ؤ.

د ير کې له دې وړاندې هم وخت په وخت دغه ډول پېښې رامنځته شوي، امنيتي سرتيري او دځايي امن لښکر سره اړونده کسانو باندې وژونکي بريدونه شوي دي