جلال اباد: د ولسي جرګې د غړي په کور بريد کې دوه ساتونکي وژل شوي

بريد پای ته رسېدلی او چارواکو ويلي حالات اوس په قابو کې دي.

د افغانستان د ختيځ ولايت ننګرهار په مرکز جلال اباد کې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدير په کور ، مېلمستون بريد کې دوه ساتونکي او دواړه بريدګر وژل شوي دي.

د ننګرهار د ګورنر وياند عطاء الله خوږیاڼي ويلي په دغه برید کې دوه ځانمرګي بریدګر وژل شوي چې یو یې ځان ته چاودنه ورکړې او بل یې د ظاهر قدیر ساتوونکو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د قدیر د ساتونکو مشر ويلي چې ظاهر قدیر د برید په وخت په همدغه مېلمستون کې و، خو هغه ته په برید کې زیان نه دی اوختی.

د ګورنر ویاند ويلي د برید په پیل کې لومړني بریدګر چې وروسته یې ځان ته چاودنه ورکړې د ظاهر قدیر په ساتونکو ډزې کړي چې پکې دوه وژل شوي او دوه ژوبل شوي دي.

د چارواکو په وېنا نن سهار خواوشا لس نيمې بجې د جلال اباد ښار په لومړنۍ ناحیه کې دوو ځانمرګو د حاجي ظاهر قدیر په مېلمستون بریدکړی ؤ.

بريد پای ته رسېدلی او چارواکو ويلي حالات اوس په قابو کې دي.

د بريد زمه واري لا چا نه ده منلې.

حاجي ظاهر قدیر د ولسي جرګې غړی دی او په ننګرهار کې د داعش ډلې په مخالفت یې څو ځله خپل وسله وال د دغې ډلې سره په اچین کې د جګړې دپاره هم لېږلي دي.